واشنګټن ۔ 18مارچ(اے پی پی)امریکا كښې پاكستاني سفير اعزاز چوهدري سره د پاكستاني طالبعلمانو لپاره د سفارتي نمائنده كوډي سواټزېنټروبر په مشرۍ كښې د طالبعلمانو يو پلاوي ملاقات وكړو كوم چې پاكستان كښې په اېكسپلورنګ دي ورلډ منصوبه كار كوي۔ کوډی سواټزېنټروبر د ګرين وډ سكول د 8م جماعت طالبعلم دے او دې په هغه 219 طالبعلمانو كښې شمېرلے شي كوم چې د نړۍ بېلو هېوادونو كښې په كلتوري همغږۍ او د اختلافاتو لرې كولو په منصوبه كار كوي۔ کوډی سواټزېنټروبر ته پاكستان كښې په دې منصوبه د كار كولو ذمه واري وركړې شوې۔ ده ته د تېر كال په دسمبر مياشت كښې اولس مشر ممنون حسېن يو خط هم ليكلے ؤ دغسې چې د پاكستان په اړه ابتدائي معلومات ترلاسه كړي۔ اولس مشر اېکسپلورنګ دی ورلډ پراجېکټ ستائلو سره خپل لاس ليك سره غوښتلې شوې معلومات ده ته لېږلې وو۔ په دې مهال پاكستاني سفير د اولس مشر لاس ليك شوې عكسونه او خط امريكائي طالبعلم ته وسپارلو۔ اولس مشر خپل خط كښې ده ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركړې۔ کوډی سواټزېنټروبر به مئی 2017ء كښې د خپل تعليمي كال په پايه كښې د پاكستان په اړه خپل تفصيلي راپور د سكول انتظاميې سره جمع كوي۔
امريكا كښې پاكستاني سفير اعزاز چوهدري سره د سفارتي نمائنده كوډي سواټزېنټروبر په مشرۍ كښې د پاكستاني زده كؤونكو پلاوي ملاقات
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ