اسلام آباد ۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي مقبوضه كشمير كښې د هندي پوځ دلاسه د 10 بې ګناه كشميريان د وژنې پېښه په سختو ټكو غندلو سره نړيوالو ورورولۍ ته خواست كړې چې هغوي په ??شمير كښې د قابضو هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو سخت نوټس واخلي۔ د ګل په ??رځ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز ترمخه شاه محمود قرېشي ووئيل په ??قبوضه كشميركښې د هندي ځواكونو لخوا رياستي ترهګري روانه ده۔ د مقبوضه كشمير اولس په ??ښه كولې شي څوك چې د خپلواكۍ خپل منلې شوي حق لپاره غږ پورته كولو څخه منع كولې شي۔ ده ووئېل پاكستان د مقبوضه كشمير خپلو وروڼو او خوېندو سره ولاړ دے او د مقبوضه كشمير اولس حوصلې او عزم ته سلام كوي۔ ده ووئيل د هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو په سختو خلاف ورزيو بايد فوري ګام پورته ك??ې شي۔ ده ووئيل پاكستان نړيوالې ورورولۍ ته خواست كوي چې هغوي په ??قبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزيو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېشن په راپور فعاله ګامونه پورته ك??ي او په ??ند زور راوړلې چې هغه مقبوضه كشمير كښې وژنې او زور ظلم او زياتې بند كړي او د ملګرو ملتنو د بشري حقونو كمېشن ته پلټنيو له مقبوضه كشمير ته د تللو اجازه وركړي
د خارجه وزير شاه محمود قرېشي لخوا د هندي پوځ د لاسه د 10 بې ګناه كشميريانو د وژنې غندنه
مضمون کا ماخذ : loteria estadual