اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير انجينئر خر?? دستګير خ??ن وئېلي دي چې پاكستان د سيمې اجتماعي پرمختګ ل?? د بېلو هېوادونو ترمينځه د شريكو پروژو حمايت كوي٬چين پاكستان اكنامك كورېډور پھ دې لړ كښې يوه كړۍ ده٬دې پروژې سره به د سيمې معاشي تقدير بدل شي٬ دې سره به نه يوازې پاكستان او چين مستفيد شي بلكې سوئېلي آسيا٬افغانستان او د مينځني آسيا د هېوادونو معيشتونه به هم دې سره ښه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د چين كنمنګ ښار كښې څلورم چين سوئېلي آسيا اېكسپو نړيوال پېداواري صلاحيت كښې د مرستې په اړه فورم ته خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل په ايكسپو كښې شاملو هېوادونو له د يو بل معاشي تجربو څخه استفادې له زيات مثالونه موجود دي۔وفاقي وزير د چين سرمايه كارو له پاكستان كښې د شريكو پروژو وړاندېز وركولو سره ووئيل چې د چين پاكستان اقتصادي راهد??رۍ د لارې وړاندې كړی شوې معاشي پروژو څخه ګټه پورته كړي او سرمايه كاري وكړي
د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان په چين كښې دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر