اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي)د داخله وزارت وياند دوه ورځې وړاندې د وزارت نائب قاصد محمد ??قبال سره رامخې ته شوې خفګاني پېښه په اړه ميډيا كښې د خبرونو پحقله سپيناوې كولو سره وئيلې دي د نائب قاصد محمد ??قبال پېښې پحقله ځينې ګنګوسۍ او ادعاګانې د حقيقت سره هېڅ تع??ق نه لري٬دا ډول يو پېښې ته ډرامائي شكل وركول ٬ بې بنسټه خبرې تړل او يا څو?? تورن ګرځول خفګانې دي ۔ وياند ووئيل بې شكه په دې خفګاني پېښه د وزارت هر ملازم غمجن او د ځپلې كورنۍ په غم كښې برابر شرېك دے ٬ خو چې په كوم ډول د تحقيق نه غېر دا پېښه وړاندې كرې شوې دا په هېڅ صورت مناسبه نه ده۔ وياند ووئيل د پلټنو څخه دا خبره رامخې ته شوې چې محمد ??قبال په ملازمت كښې يو كال پاتې ٶ او ھغه د ډپرېشن سره مخ ٶ او د خوب د بې آرامۍ دارو به ئې خوړل او د تېرو 4 مياشتو راهسې په ميډيكل رخصتۍ ٶه ۔وياند ووئيل د اېل پي آر درخواست ئې وركړې او د زوي د نوكرۍ پحقله ئې نه خپلو افسرانو سره خبره كړې او نه ئې په باضابطه توګه كوم درخواست كړې۔ وياند ووئيل كېدې شي چې ارواښاد دا خواهش لرلو ۔د سركاري استوګنې پحقله وياند ووئيل د ريټارمنټ نه پس تر شپږو مياشتو د قانون له مخې سركاري كوارټر ساتلې شي۔ ده زياته كړې چې د محمد ??قبال په كلي كښې كور هم ش??ه ٬ د سركاري قوانين او د خپل ذاتي كور په موجودګۍ كښې بې كوره كېدو پحقله اندېښنې او ګنګوسۍ سم نه دي۔ وياند ووئيل د دې پېښې نوعيت او حقيقت تر مخه دا هيله لرو چې د دې خفګاني پېښې د تصديق او حقائقو له مخې د غېر ذمه واررنه رپورټنګ نه به ډډه وكړې شي
د نائب قاصد محمد اقبال پېښې پحقله ځينې ګنګوسي او ادعاګانې د حقيقت سره هېڅ تعلق نه لري۔د داخله وزارت وياند سپيناوے
مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔