اسلام آباد۔07 اکتوبر(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان د كركيلې په څانګه كښې تاريخي نمو او د برآمدي هدفونو سر كولو لپاره د اړوندو چارواكو د هڅو ستائنه كړې ۔ د زيارت په ورځ وزيراعظم عمران خان سره د نېشنل فوډ سېكورټي اېنډ ريسرچ (اېن اېف اېس آر) وزير سيد فخر امام ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال وزيراعظم د غنمو ٬ وريژو او ګني په شمول د بېلو فصلونو پېداوار په اړه تر دې دمه د رامخې ته شوو د ډاډ وړ رجحاناتو په اړه خبر كړے شو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول مونږ د غنمو ٬ وريژو ٬ ګني او جوارو په پېداوار كښې د تېر كال د پېداواري شمېرو په ترتيب سره 27.5 ملین ټن ، 8.4 ملین ټن، 81 ملین ټن او 8.4 ملین ټن څخه په آسانۍ د تېرېدو پلو روان يؤ۔ وزيراعظم د خوراك وزارت د كاركردګۍ ستائنه وكړه كوم چې د آمونو او ترشو مېوؤ (سټرس فروټ) برآمد كولو كښې د ريكارډ برآمدي هدفونو150،000 ټن او 463،000 ټنه سر كول كولو له عزم لري۔ دغسې په دې مهال وزيراعظم د كركيلې څانګه كښې تاريخي نمو او برآمدي هدفونه سر كولو له د اړوندو چارواكو د هڅو ستائنه هم وكړه۔
وزيراعظم عمران خان د كركيلې په څانګه كښې تاريخي نمو او د برآمدي هدفونو سر كولو په اړه د اړوندو چارواكو د هڅو ستائنه وكړه
مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ