اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې ګڼ اړخيزه پرمختګ لپاره د اوږدې مودې پلان ضروري دے، زمونږ هڅه ده چې د پرمختګ داسې نظام وضع كړې شي چې پكښې كومه هم طبقه او سيمه محروم او وروستو پاتې نه شي، ټول هېواد ته دې د وړاندې تللو يو ډول موقعې وركړې شي، د صحت كارډ اجرا او د مواصلاتي رابطو وده ډېر لوي بدلون دے، په تېر وخت كښې به لوئې لارې پېسې جوړولو لپاره جوړولې شوې، د كال 2013م په مقابله كښې په كال 2021م كښې چې كوم سړكونه جوړ شوي دي، د دې لګښت كم دے،د سړكونو په جوړولو كښې د يو زر اربه روپو كرپشن شوے و، په يو مقروض هېواد كښې دومره لوي كرپشن كېدو، د رياست مدينه په طرز د هېواد رغونه كوو. ده دا خبرې د شورو په ورځ د هكله- ډي آئي خان موټروے د پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د مواصلاتو وزارت ته پېرزوينه وړاندې كوم، د مواصلاتو وفاقي وزير ، د ده وزارت او په خاص توګه نېشنل هائي وے اتهارټۍ د غوره كاركردګۍ څرګندونه كړې ده. وزيراعظم ووئيل چې نن مونږ د هكله- ډي آئي خان موټروے پرانسته وكړه، د دې لوئې لارې به هېواد ته ګټه ورسي. په تېر وخت كښې پرمختګ يوازې تر لويو ښارونو او لاهور محدود و. په ختيځه لار توجه وكړې شوه او پاتې سيمې نظر اندازې كړې شوې وې. هېوادونه د اوږدې مودې پلان سره جوړېږي، چين د راتلونكو 30 كلونو حكمت عملي هم وضع كړې او د سباٶن تګلاره ئې جوړه كړې ده. پرمختګ لپاره دا ضروري ده چې ټول هېواد ته د پرمختګ يو ډول موقعې وركړې شي. كه د اوږدې مودې پلان تيار نه كړې شي نو ځينې سيمې خو د پرمختګ په زغل كښې وړاندې لاړې شي خو نور هېواد وروستو پاتې شي. دې سره لږ خلق مالداره شي او زياتره غريبان پاتې شي. وزيراعظم ووئيل چې له بده مرغه د ټولې پرمختګ كوونكې نړۍ هم دا مسئله ده چې ځينې خلق مالداره شي او نور غريبان پاتې شي. په يو دوه سيمو زياته سرمايه كاري وكړې شي او پاتې سيمو وروستو پاتې شي. كله هم كوم هېواد داسې پرمختګ نه شي كولې. ده ووئيل چې د 60 په لسيزه كښې د پاكستان پلاننګ كميشن زبردست پلان تيار كړے و. د اوږدې مودې حكمت عملي ئې اختيار كړې وه. د 60 په لسيزه كښې د پاكستان پرمختګ لپاره لوئې لوئې پروژې جوړې شوې خو بيا د دې نه پس كله هم داسې د اوږدې مودې حكمت عملي نه ده اختيار كړې شوې. د هكله- ډي آئي خان موټروے سره به د هغو سيمو په پرمختګ كښې مرسته وشي كومې چې د پرمختګ په زغل كښې وروستو پاتې شوې وې. د دې سيمو خلق وروستو ځكه پاتې شول چې دوي ته پام ونه كړے شو او د پرمختګ په زغل كښې شامل نه كړے شول. په وروستو پاتې سيمو كښې چې د چا هم د ژوند معيار ښه شي، دوي لويو ښارونو ته استوګنې لپاره لاړ شي ، خپل بچي او كورنۍ هم لويو ښارونو ته منتقل كړي ځكه چې هلته تعليم، روغتيا او نورې ښې اسانيې وي او په دې وجه وروستو پاتې سيمو نورې هم وروستو لاړې. وزيراعظم ووئيل چې كله د وړو سيمو نه ټېلنټ لويو ښارونو ته منتقل شي نو هغه سيمې د پرمختګ په زغل كښې لا پاتې شي. وزيراعظم ووئيل چې د هكله- ډي آئي خان موټروے جوړېدو سره به د سفر وخت كم شي، د ډي آئي خان د 7 ساعته سفر به 3 ساعته پاتې شي. سيمه به پرمختګ وكړي او اسانيې به ولري. وزيراعظم ووئيل چې د بلوچستان په شان په لرې سيمو كښې سړكونه نه دي جوړ كړې شوي، د دوي د محرومې احساس جائز دے، دومره لويه سيمه د پرمختګ نه محروم ساتلې شوې او چې چرته د وړاندې نه پرمختګ موجود وو، هغو سيمو ته نور پرمختګ هم وركړې شوې. كه پېسه نه وه غلا كړې شوې، نو په دې پېسو كښې دوه چنده سړكونه جوړېدے شول. ده ووئيل چې د اېن اېچ اے ريونيو دوه چنده شوې. دا ځكه ممكن شوي چې د كرپشن خاتمه شوې. د اېن اېچ اے په زمكو د تجاوزاتو خاتمه شوې او قبضې بېرته ترلاسه كړې شوې دي. تر اوسه د 5 اربه روپو زمكې بېرته ترلاسه كړې شوې دي. په اېن اېچ اے كښې داسې خلق ناست و كومو چې په شريكه په سركاري زمكو قبضې كړې وې. وزيراعظم ووئيل چې كم نه كم يو زر اربه روپې د بېلا بېلو خلقو جېبونو ته تللې دي. وزيراعظم ووئيل چې كله په ايماندارې كار وكړے شي نو نتيجې ئې راوځي. مونږ د اي ټېنډرنګ د لارې نظام سپېځلې كړے، دا كار وړاندې هم كېدے شو. وزيراعظم وفاقي وزير مراد سعيد او د ده وزارت ته په غوره كاركردګۍ شاباشې وركولو سره ووئيل چې هغه د كرپشن خاتمه او خپله كاركردګي په ډاګه كړي او اولس ته دې اوښائي. وزيراعظم ووئيل چې مونږ هڅه كوو چې په راتلونكو دوه كلونو كښې لوديځ روټ مخ په وړاندې بوځو، دې سره به د وزيرستان او بلوچستان پشمول د ټولو وروستو پاتې سيمو اولس ته ګټه ورسي او د لويو ښارونو په پلو كډوالي به هم كمه شي. وزيراعظم ووئيل چې چين په نړۍ كښې په تندې سره پرمختګ كوونكې هېواد دے. د سي پېك په سبب به په هېواد كښې د خوشحالې او پرمختګ لارې پرانستلې شي. د دې څخه وړاندې د مواصلاتو او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد وزيراعظم ته د هكله-ډي آئي خان موټروے په لړ كښې بريفنګ وركړو. په دې موقع وفاقي وزيران شهريار آفريدي، غلام سرور خان، د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل او نور هم موجود وو
ګڼ اړخيزه پرمختګ لپاره د اوږدې مودې پلان ضروري دے، زمونږ هڅه ده چې د پرمختګ داسې نظام وضع كړې شي چې پكښې كومه هم طبقه او سيمه محروم او وروستو پاتې نه شي، د رياست مدينه په طرز د هېواد رغونه كوو. وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر