اسلام آباد ۔ 19فروری(اے پی پی) د خزانې وفاقی وزیر سېناتور محمد اسحاق ډار سره پاكستان لپاره د نړيوال بانك کنټری ډائرېکټر اېلانګو په مشر?? كښې يو پلاوي د اتوار په ورځ ملاقات وكړو۔ د خزانې وزارت بيان ترمخه په دې مهال د حكومت لخوا اقتصادي اصلاحاتو لپاره د پورته كړې شوې ځينو ګامونو او كاركردګ?? جاج واخستے شو۔ د آئي اېم اېف په مرسته د اقتصادي پرمختګ په ايجنډا عمل روان دے او حكومت د اصلاحاتو پروګرامونه جاري ساتلو له لوظي دے د كومو ذكر چې مسلم ليګ (ن) د كال 2013ء ټاكنو منشور كښې كړې و۔ وفاقي وزير ووئيل د حكومت لخوا پورته كړې شويو ګامونو ګټه هېواد ته رسي۔ ده د حكومت په باقي پاتې موده كښې د اصلاحاتو پروګرامونو روان ساتلو باور وركړو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې کنټری ډائرېکټر ووئيل چ?? نړيوال بانك به مرسته روانه ساتي دغسې چې د معيشت په بېلو څانګو كښې د تېرو څو كلونو نه د ر??ان اصلاحاتو عمل كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده زياته كړه چ?? نړيوال بانك بېلو پرمخيائي څانګو كښې مرسته كوي او سباؤن كښې دې ته لا پراختيا وركول غواړي۔
وفاقی وزیر اسحاق ډار سره د نړيوال بانك کنټری ډائرېکټر پلاوي وليدل
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون