اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي سي پېك ته اول پام لرنه كوو۔ توان ٬ بنيادي اډانې ٬ رېلوے او د نورو منصوبو په ذاتي توګه نګراني كوم۔ ده دا خبره د سي پېك په اړه د پارلماني كمېټۍ چيئرمېن سناتور مشاهد حسېن سيد سره د نهې په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې وكړه۔ په دې مهال مشاهد حسېن سيد وزيراعظم ته د سي پېك په حقله د پارلماني كمېټۍ راپور وړاندې كړو۔ سناتور شاهد حسېن سيد شاهد خاقان عباسي ته د وزيراعظم په حېث د منصب په سنبالولو مباركي وركړه۔ وزيراعظم ووئيل سي پېك پاكستان سره سره ټولې منطقې له ګېم چېنجر ده ۔ د دې روانې منصوبې د چين پاكستان دوه اړخيزه اړېكو مستحكمولو ښكاره ثبوت دے او دا به د پاكستان روښانه سباؤن له مرستياله وګرځي۔ وزيراعظم په سي پېك منصوبو د قامي اتفاق رائې پېدا كولو لپاره د پارلماني كمېټۍ كردار وستائلو
مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری