اسلام آباد۔26 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان انصاف، انسانیت او خود داری د پاكستان تحريك انصاف حكومت د پالېسيو محور ګرځولو سره وئيلي دي ټولې اقتصادي اشاريې مثبت رجحانات پلو اشاره كوي۔ د كووېډ باوجود مو معيشت په سم لوري روان كړے ۔ په درې كاله كښې غېر ملكي زرمبادله زياته شوې او د محصولات وصولۍ ٬ برآمدات او ترسيلات كښې اضافه شوې ۔ کرنټ اکاؤنټ خساره كښې ښكاره كمے رامخې ته شوے ۔ د كورونا وبا په مهال زمونږ تګلاره نړۍ منلې د۔ كه غلطه پرېكړه مو كړې وه نو خلك به د لوږې نه مړه شوې وو۔ د احساس پروګرام ترسېوري لاندې مو په سپېځلي ډول د مستحقو كورنيو ترمينځه روپۍ ووېشلي ۔ په 10 كاله كښې به 10 ډېمونه جوړوؤ۔ 40 لکه بې وزله كورنيو ته به د سود نه پاك قرض ٬ فني تربيه او صحت كارډ وركولے شي۔ هېواد كښې سرمايه كارۍ لپاره چاپېريال كښې بهتري رامخې ته شوې د۔ د تعليم په څانګه كښې د يو ډول نصاب اجراﺀ شوې ۔ په 8م، 9 م او 10م ټولي كښې به د سيرت النبي (ص) كورس شاملولے شي۔ د تېر وخت حكومتي واكمنو هېواد دېواليه پرېښودے ؤ۔ سباؤن كښې به خپل خلك د كوم بل چا لپاره نه قربانؤو او پاكستان به چا لپاره هم نشي كارېدے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د پاكستان تحريك انصاف حكومت درې كاله مودې په بشپړېدو راجوړې كړې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل ځوانان زمونږ سباؤن دے او د پاكستان زياتره وداني د 30 كالو نه د زيات عمر كسانو ده۔ هغه ووئيل زلمو ته دا پیغام دے چې مونږ هر يو مونځ كښې پاك پروردګار نه په نېغه لاره د تللو دعا كوؤ۔ نېغه لاره هغه كومه لاره چې زمونږ د خوږ پېغمبر حضرت محمد ۖ لاره ده۔ هغه ووئيل ما په ژوند كښې هرې يوې غلطۍ او ماتې خوړولو نه زده كړه كړې او وړاندې تللے يم۔ هغه ووئيل تر كومې چې مونږ د حالاتو مقابله كړې نه وي كاميابي ترلاسه كولې نه شؤ۔ هغه ووئيل كله چې ما د وزراعظمې منصب سنبال كړو نو دغه وخت زما په ذهن كښې راغلل چې هسې ناوړه حالاتو سره مخ شؤ۔ بيا ما سوچ وكړو چې مه يرېږه۔ كه په سخت وخت صحيح پوه شؤ نو هم هغه به د ترقۍ لاره جوړه شي۔ هغه ووئيل كركټ كښې مانه زيات ټېلېټ لرونكي لوبغاړي هم وو۔ ما به د خپلو غلطو احساس او تجزيه كوله نو كاركردګي به لا ښه كېده۔هغه ووئېل په پرچو لاس كښې نيولو څوك ليډر نه شي جوړېدے او نه په شارټ كټ څوك ليډر جوړ شوے ۔ هغه وئېل قائداعظم اعظم پخپل ژوند كښې ډېرې هلې ځلې كړي ٬ د هغه هلې ځلې د خپل ذات لپاره نه بلكې لوي مقصد لپاره وې۔هغه ووئيل تر كومې چې پاكستان قائم وي قام به قائداعظم ته دعاګانې كوې ۔ هغه ووئيل درې كال مو ډېر په ګران تېر كړي ۔ پخوانو واكمنو هېواد دېواليه كړے ؤ۔ په دغه موقعه سعودي عرب ٬ متحده عرب امارات او چين په سختو حالاتو كښې زمونږ مرسته كړې۔ وزيراعظم ووئيل د سخت كال نه په تېردو بيا د كورونا وباﺀ راغله او بيا د پلوامه پېښه رامخې ته شوه خو پاك پروردګار مونږ ته كاميابي راكړه او د پاك پوځ په خاص توګه مننه كوؤ۔ مونږ د خپلو وسله والو ځواكونو په پېشه وره پوهه او بهادرۍ وياړ لرو۔ وزیراعظم ووئيل مونږ د كورونا په نړيواله وبا كښې د سخت صورتحال به كاميابۍ سره مقابله وكړه۔ د كورونا وباﺀ مخنيوي له زمونږ غوره تګلاره په نړيواله كچه وستائلې شوه۔ هغه ووئيل ورلډ اكنامك فورم ٬ د روغتيا نړيوالې ادارې او دي اكانومسټ د كورونا وباﺀ مخنيوي او د معيشت بحالۍ له د حكومت ګامونه ستائلي دي۔ هغه ووئيل پاكستان كښې د كورونا وباﺀ په مهال د غوره تګلارې په خپلولو د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر او خصوصي مرستيال ډاكټر فېصل سلطان ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم۔وزيراعظم ووئيل چې كله اوسنې حكومت اقتدار ته راغلو نو دغه وخت هېواد 20 اربه ډالره كرنټ اكاؤنټ خسارې سره مخ ؤ۔ په درې كاله كښې دغه خساره 1.8 اربه ډالره ته راوستلې شوې۔ د غیر ملکی زرمبادله پنګې درې كاله وړاندې 16.4 اربه ډالره وې كومې چې اوس 27 اربه ډالره ته رسېدلي۔ ټېكس وصولي دغه وخت 3800 اربه روپۍ او اوس 4700 اربه روپو ته رسېدلې ۔ هغه ووئيل ترسيلات زر 19.9 اربه ډالره نه په درې كاله كښې 29.4 اربه ډالره ته رسېدلي۔ هغه ووئيل مونږ خپل خرڅونه كم كړي ٬ زمونږ هېواد كښی تر ټولو لويه مسئله د قانون د حكمرانۍ نشتوالے ؤ۔ كال 1988ء نه تر كال 1990ء د پيپلز پارټۍ حكومت ؤ۔ 1990ء كښې چې كله د پيپلز پارټۍ حكومت ختم شو نو ن ليګ اقتدار ترلاسه كړو او آصف زرداري ئې د بدعنوانۍ په تور زندان ته ولېږلو۔ هغه ووئېل په 1993ء كښې د (ن) لیګ حكومت ختم شو نو آصف زرداری وزیراعظم هاؤس ته ورسېد۔ په 1996ء كښی چې كله د پيپلز پارټۍ حكمت ختم شو او ن ليګ حكومت جوړ كړو او آصف علي زرداري ئې يو وارې بيا زندان ته ولېږلو۔ د دې مطلب دا دے چې څوك طاقتور وي نو قانون هم هغه ته لاس نشي اچولې ٬ خو كومه ټولنه د قانون حكمرانۍ نه غېر پرمختګ نه شي كولې ۔ وزيراعظم ووئيل د (ن) لیګ په دور كښې د پنجاب محكمه اېنټي كرپشن يوازې 28 اربه روپۍ ريكور كړې ژې ۔ زمونږ په درې كلنه دور كښی هم دغه محكمې 450 اربه روپۍ ترلاسه كړي۔ هغه ووئيل زمونږ هڅه ده چې مېرمنې هر لحاظ سره خپلواكه كړې شي۔ انجونو زده كوؤنكو له د هلكانو زده كوؤنكو نه زياتې روپۍ بېلې كړې شوي۔ وزيراعظم ووئيل د كامياب پاكستان پروګرام ترسېوري لاندې د 40 لكه كورنيو ښېګړې له بېل پروګرام ترتيب كړے شوے ۔ هغه ووئيل پنجاب كښې به د روان كال تر پايې ټولو كورنيو ته هېلت انشورنس آساني وركړې شي۔ وزیراعظم ووئيل په اولني ځل كور جوړولو له به په آسانو شرطونو قرض وركولے شي۔ هغه ووئيل په راروانو 10 كلونو كښې به 10 ډېمز جوړولې شي۔ هغه ووئيل هېواد كښې په اولني ځل يو ډول نصاب رائج كړے شوے ۔ يو ډول نصاب سره به طبقاتي فرق ختم شي۔ وزيراعظم ووئيل موبائل فون ګټه او ناوړه اثرات هم لري۔ په جنسي جرمونو كښې تندۍ سره زياتوالے د فكر لمحه ده۔ په مينار پاكستان مېرمنې ته د لاس اچولو پېښه ټول قام لپاره د شرم وړ ده۔ وزيراعظم ووئيل د بلوچستان او قبائلي سيمو پرمختګ له خصوصي پېكج وركړے شوے ۔ وزيراعظم ووئيل د تېر يو كال په مهال پاكستان كښې د سوداګرو باور 108 فيصد زيات شوے او كاروبار كښې د آسانيو په اړه د پاكستان درجه بندۍ كښی 28 درجې بهتري راغلې۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل مونږ عزم كړے چې خپل هېواد به د نورو ګټې لپاره كارولو له ورنكړؤ۔ پخوا مو د امريكا ملګرتيا وكړه ٬ كله چې د امريكا مطلب پورا شو نو بندېزونه ئې ولګول۔ پخوا هم ما دا وئيلي وو چې د امريكا جنګ زمونږ جنګ نه دے۔ هغه ووئېل پخوانو حكمرانانو د امريكا مرسته كړې او په ځواب كښې ئې امريكې 480 ډرون بريدونه كړي ۔ زمونږ پوځي ځوانان شهيدان شوي۔ 70 نه تر 80 زره كسانو د خپلو سرونو قرباني وركړې۔هغه ووئېل دې نه مونږ دا سبق زده كړو چې كله به هم خپل خلق په نورو قربان نه كړؤ۔ وزيراعظم ووئيل افغانستان د تېرو 40 كلونو نه كورنۍ جګړې او اړي ګړي سره مخ دے۔ افغان مېړنے قام دے كوم چې د 10 لكه شهادتونو باجود ماتې نه ده منلې۔ هغه ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به د افغانسان په روانه وضعه كښې مرسته كول وي۔ طالبانو د مخلوط حكومت ٬ د بشري حقونو او خپله خاوره ترهګرۍ لپاره د نه كارولو اعلان كړے۔ هغه ووئيل كه طالبانو افغان ډلو سره په ګډه د امن خبره كوي نو د هغوي بايد مرسته وكړې شي۔ وزيراعظم په دې موقع تر درېو كالو د تحريك انصاف په ملګرتيا كولو د مسلم ليګ (ق) ٬ بلوچستان عوامي پارټۍ ٬ متحده قومي موومنټ ٬ ګرېنډ ډېموكرېټك الائنس او د نورو اتحاديانو مننه هم وكړه
انصاف ٬انسانيت او خودداري د پاكستان تحريك انصاف حكومت د پالېسيو محور دي۔ د چېلنجونو باوجود مو قامي معيشت په سم لوري روان كړے ۔ د وزيراعظم عمران خان د حكومت د درې كلنه كاركردګۍ وړاندې كولو خصوصي دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا