اسلام آباد 29 نومبر (اے پي پي﴾ وزيراعظم عمران خان به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د القادر پوهنتون د اكېډمكس بلاكس پرانسته كوي. دا پوهنتون به په اسلامي تعليماتو، تصوف او په جديد سائنس تحقيق سره سره په ځوان كول كښې د علم او تحقيق ودې نه علاوه د دوي په كردار سازې كښې مهم كردار ترسره كړي. د دې پوهنتون قيام سره به د وزيراعظم عمران خان د سيرت النبي صلی الله عليه وآله وسلمم او د صوفيائے كرامو تعليماتو ته د ودې وركولو د وژن تكميل وشي. وزيراعظم عمران خان په 12 مارچ كال 2021م كښې د دې پوهنتون د بنياد تيګه ايښې وه. د مذهب، تصوف او سائنس د امتزاج دا پوهنتون به د ځوانانو په ذهبي، اخلاقي او روحاني تربيه كښې مهم كردار ترسره كړي. د پوهنتون د اكېډمك بلاكس اوسنې استعداد 500 زده كوونكي دے كوم به چې نور هم زياتولې شي. وزيراعظم به په دې موقع د كېمپس دوره كوي، هغه به ښوونكو او زده كوونكو سره ملاقات كوي او دستورې ته به وېنا هم كوي.
وزيراعظم عمران خان به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د القادر پوهنتون د اكېډمكس بلاكس پرانسته كوي
مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔