اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان وئيلي دي تعليم څخه د لري والي په سوب مسلمانان د تنزلۍ ښكار شوي٬ د اوسني تعليمي نظام له امله زياتره خلق ترقي نشي كولې٬ د تعليم يو ډول نصاب پرمختګ لپاره ضروري دے٬ د تعليم طبقاتي نظام به ختموٶ٬ د مدرسو زده كوٶنكو ته به هم د جديد تعليم د لارې د ترقۍ كولو موقعې په لاس ورشي٬ مقبوضه کشمير كښې 80 لكه كسان په پرانستي زندان كښې بنديوان دي٬ پاكستان ٬ تركيه او ماليزيا به د مسلمانانو تاريخ او دريځ نړۍ ته وړاندې كولو لپاره ټي وي چېنل پېل كوي۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د ديني مدرسو زده كوٶنكو له د سندونو وركولو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود پشمول وفاقي وزيران نورالحق قادري، سيد اعجاز شاه او د وزيراعظم خاص مرستيال نعيم الحق هم موجود وٶ۔ وزير اعظم ووئيل حضور پاك ۖ زيات زور په زده كړو راوړې٬ زده كړه و??ړئ بايد كه چين ته هم ورپسې تلل وي ځكه چې حضور پاك ۖ پوهه و?? چې د زده كړې نه غېر ټولنې پرمختګ نشي كولې٬ د 700 كالو د نړۍ نوموړي سائنسمدار مسلمانان وو٬ مسلمانانو د تورې د لارې نه د علم د لارې پرمختګ كړې ؤ ۔ ده و??ئيل انګرېزانو د بشپړه منصوبې له مخې د مسلمانانو تعليمي نصاب ختم كړے٬ كله چې تعليم ختم شو نو مسلمانان د تنزلۍ ښكار شول ۔ ده و??ئېل دا مهال زمونږ په هېواد كښې درې ډوله بېلا بېل نصابونه چلېږي ٬ پي ټي آئي حكومت پرېكړه كړې چې تعليم طبقاتي نظام به ختموٶ٬ په يو هېواد كښې درې قسمه تعليمي نصاب لويه ناانصافي ده٬ ده و??ئيل د ديني مدرسو زده كوٶنكو ته به هم ديني تعليم سره سره د عصري تعل??م ترلاسه كولو موقع وركولې شي دغسې چې ھغوي هم لوړې چوكۍ ترلاسه كړې شي۔ ده و??ئيل علامه اقبال د ختيز ا?? د لويديزو تهذيبونو موازنه كړې٬ د تعليم وزير ته به امر كوم چې زمونږ په تعليمي ادارو كښې د اقباليات مضمون لازمي اوښودلې شي ځكه چې زمونږ سياسي رول ماډل قائداعظم او نظرياتي رول ماډل علامه اقبال دے ۔ ده و??ئېل په علامه اقبال پوهه ترلاسه كولو سره دا معلومېږي چې د مسلمانانو تاريخ او طاقت څه ٶ او څنګه ھغوي په نړۍ حكومت كړې۔ ده و??ئيل نن هر ځائ مسلمانان ظلم سره مخ دي٬ په مقبوضه كشمير كښې 80 لكه كسان پرانستي زندان كښې بنديوان دي٬ ده و??ئيل هڅه ده چې تعليمي نظام يو ډول كولو سره د تحقيق لاره هواره كړو٬ يو ډول تعليم لپاره كمېټي جوړه كړې شوې دغسې چې د پاكستان ځوانان په هره څانګه كښې د اعلٰې كاركردګۍ څرګندونه و??ړي٬ ده و??ئېل پخپل دين٬ تاريخ او د لويديز سائنس پوهه هم پكار ده او د پاكستان د جوړېدو د مقصد علم چې هم ورسره و??۔ ده و??ئيل زمونږ هڅه ده چې هر پاكستاني ته هر ډول تعليم وركړو٬ اسلام مونږ ته د انسانيت درس راكوي٬ تعليم سره هر يو قام انسانيت پلو ځي٬ د اسلام دين مونږ ته نړۍ ته د راتګ مقصد په ګوته كوي٬ د حق لارې يوازې تعليم ښائي، دين مونږ ته تعليم او انسانيت ښائي ۔ ده و??ئېل پاكستان يوازنې هېواد دے چې د اسلام په نامه جوړ دے۔ پاكستان ٬ تركيه او ماليزيا به د مسلمانانو تاريخ او دريځ نړۍ ته وړاندې كولو لپاره ټي وي چېنل پېل كوي۔ ده و??ئيل مونږ داسې فلمونه جوړول غواړو چې ورسره زمونږ ماشومانو ته د خپلو اتلانو علم وي٬ ترکيې د سلطنت عثمانيه تاريخ نه خبرلوو لپاره په دې طرز يو فلم جوړ كړې ۔ ده و??ئيل مونږ به خپل تعليمي نظام ښه كوٶ٬ يو نصاب به و?? چې يو قام جوړ شي او زمونږ په مېنځ كښې تقسيم نه و?? او هر پاكستاني ته د پرمختګ موقع ترلاسه و?? ۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم په بېلا بېلو امتحانونو كښې په ځا??ګړ?? كاركردګۍ د مدرسو زده كوٶنكو هلكانو او انجونو ته انعامونه وركړل
د وزير اعظم عمران خان د ديني مدرسو زده كوٶنكو له د سندونو وركولو دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔