اسلام آباد 12 اپریل (اے ??ی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي د تاریخی دستاویزات محفوظولو عمل به په جدید طرز تر سره كولې شي، ایوان صدر كښې تاریخی دستاویزات او د عكسونو نندارت??ن كولو مقصد اولس د خپل تاریخ څخه خبرول دي دغسې چې محققین، زدكونكي او اولس ترې مستفید شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې پھ ورځ د نېشنل آرکائیوز د سيورې لاندې ایوان صدر كښې تاریخی دستاویزات او د عكسونو نندارتو?? دورې پھ مهال خبريالانو سره خبر?? كښې وكړه۔ نندارت??ن كښې د پاکستان تاریخ او ورثې په اړه زړه راښكونكې عكسونه او دستاویزات لګولې شوې وؤ كوم كښې چې د نيمې اوچې ، د پاكستان د تاریخ ، مسلمانانو هجرت، د پاکستان مؤسس هلو ځلو پشمول د آزادۍ تحریك بيل اړخونه د عكسونو د لارې رامخې ته كړې شوي، دستاویزات او تاریخی ورځپاڼې هم پھ دې نندارت??ن كښې شاملې دي۔ د ژوند د بيلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو په ګڼ شمير د نندارتو?? دوره وكړه او تاریخی دستاویزات او عكسون?? كښې خوښې ولرله۔ وګړو ایوان صدر د اولس لپاره په پرانستلو او دې ډول نندارت??ن كولو د اولس مشر حکومت مننه كولو سره ووئيل د هېواد اعلیٰ ایوان كښې تاریخی دستاویزات او عكسونه د ستائنې وړ دي ، دې سره نه يواځې اولس ته د عكسونو او دستاویزات نيغ په نيغه د مشاهدې كولو بلكه د ایوان صدر كتلو موقع هم ترلاسه شوي۔ په دې مهال اولس مشر نندارت??ن كتلو له د راغليو وګړو سره ملاقات هم وكړو۔اولس مشر ووئيل د نندارتون په مهال به ایوان صدر اولس لپاره پرانستلې وي۔ ده ووئيل د دې نندارتون مقصد اولس د خپل تاریخ څخه خبرول دي دغسې چې محققین، زدكونكي او اولس دې څخه مستفید شي۔ دا نندارتون به (نن) د خالي پھ ورځ هم دوامداره وي
د اولس مشر ډاکټر عارف علوی د نېشنل آرکائیوز د سيورې لاندې ایوان صدر كښې تاریخی دستاویزات او د عكسونو نندارتون دورې پھ مهال خبريالانو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina