اسلام آباد۔5 اپرېل(اے پی پی) د وزيراعظم او د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن په مشرۍ كښې د مركزي پارليماني بورډ غونډه وشوه۔ د نهې په ورځ د پي ټي آئي مركزي ميډيا څانګې څخه د جاري شوي بيان له مخې د قومي اسمبلۍ د تحليل كېدو نه وروستو راروانو ټول ټاكنو له د كانديدانو د تعين او د ټكټونو وېش سره د اړوندو مهمو چارو جاج واخستې شو۔ وزیراعظم عمران خان صوبائی صدرانو ته د خواستونو وصولۍ عمل زر تر زره د بشپړ كولو هدايت وكړو۔ وزیراعظم ووئيل تحريك انصاف د وفاق پاكستان تر ټولو مقبول ګوند دے٬ د تحريك انصاف ووټ بېنګ زياتې تندۍ سره مخ په زياتېدو دې٬ كارمندان دې د ټول ټاكنو تياري وكړي۔ ده ووئيل تر ټولو غوره كانديدان به مېدان ته كوزوؤ او په بشپړه توګه به اقتدار ته بېرته راځؤ۔
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال