اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې د وفاقي كابينې غونډه په اسلام آباد كښې وشوه۔ په غونډه كښې د افغان كډوالو په ستېدو٬ په انتخابي اصلاحاتو او د احتساب كميسون پشمول د اېجنډې په مهمو نكاتو غور وكړے شو۔ د سركاري ذريعو له مخې په غونډه كښې په 33 نكاتي اېجنډا كښې په احتساب كميسون٬ په وركنګ باؤنډري د هندي ډزو څخه ځپليو لپاره د كابينه كمېټې راپور٬ په هېواد كښې د روغتونونو جوړول او نورې معاملې شاملي دي۔ په غونډه كښې د پاكستان د ټرېډ ډويلپمنټ اتھارټۍ او د بنګله دېش د برامداتو د پرمختګ بيورو ترمېنځه د تجارت ودې لپاره د تفاهم په يادښت٬ د پاكستان او روسيې ترمېنځه د روسيې د پوځي اهلكارو د پاكستان په پوځي تربيتي ادارو كښې د تربيت د لوظنامې لپاره د مذاكرات پېل كولو او د آډټ په څانګه كښې مرستې لپاره د پاكستان او چين ترمېنځه د آډيټر جنرل آف پاكستان د دفتر او د چين د نېشنل آډټ آفس ترمېنځه د تفاهم د يادښت د منظورې وركول كېدو هم امكان دے۔
د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې د وفاقي كابينې غونډه
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل