اسلام آباد 07جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د پاکستان معيشت مستحکم كېږي٬ موجوده حكومت چې په اقتدار كښې راغلو نو په معيشت د قرض زورٶ، کرنټ اکاٶنټ خساره 20 بېليونهډالره وه٬ په دريو كالو كښې مو د کرنټ اکاٶنټ خساره صفرته راوستې ، معاشي سمت درست كړے شوے ،صنعتونه او كركيله مو بحال كړې، د ګاډو بيعه ټيټوٶ٬ په انتخابي اصلاحات د اپوزيشن د وړاندېزونو په طمعه يو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده شورو په ورځ د صنعت او پېدوار وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار سره پهګډه خبري كنفرنس ته وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د پاکستان په تاريخ كښې تېر كال د غنمو٬ جوارو٬ وريژو او ګني پېداوار ډېر زيات شوے، مونږ د قرضونو صورتحال ښه كړو٬ د استعمال څيزونو په بيعه كښې استحكام راپېدا كېږي۔ ده ووئيل مونږ د ګاډو بيعه ټيټولو لپاره اقدامات كوٶ٬ په نوې اټو پاليسۍ كښې د لاندې طبقې د مسائلو خيال ساتلے شوے۔ ده ووئيل څوك چې په وړومبي ځل ګاډي اخلي ھغوي لپاره خاص اقدام كوٶ، ځوانانو لپاره به د ګاډو سكيم رامخې ته كوٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د خزانې وزير شوکت ترين ميډيکل چېك اپ لپاره په رخصتۍ دے٬ د ګل په ورځ به بېرته خپل دفتر ته راځي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم په فلور آف ديهاٶس اپوزيشمن ته په انتخابي اصلاحات د خبرو كولو بلنه وركړې ٬ دوه كمېټۍ جوړې دي٬ په يوه كښې د اسمبلۍ څخه په منظور شوې قانون سازۍ خبرې روانې دي٬ اپوزيشن غواړي چې د انتخابي اصلاحات بل دې بېرته راوړلے شي او په قامي اسمبلۍ دې پرې بيا بحث وكړے شي۔ ده ووئيل په بله كمېټۍ كښې په اليکټورل ريفارمز خبرې كېدل دي٬ پيپلز پارټۍ نويد قمر خپل فوكل پرسن نومولے او د مسلم ليګ (ن) د فوکل پرسن نومولو په طمعه يوو۔۔
په دريو كالو كښې موکرنټ اکاٶنټ خساره صفر ته راوستله ، معاشي سمت درست كړے شو ، په انتخابي اصلاحات د اپوزيشن د وړاندېزونو په طمعه يو۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن خبري كفنرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil