اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي)د دفاع وزير انجينئر خ??م دستګير خان وئېلي دي د پاكس??ان دفاع به قوي لاسونو كښې ده٬وسله وال ځواكونه د هېواد د دفاع صلاحيت لري۔د پاكس??ان وسله وال ځواكونه خپل صلاحيتونه لا ز??اتولو له د روسيه ځواكونو سره شريك جنګي مشقونه كړي٬پخواني وزيراعظم نواز شريف به دور كښې د روس سره د پاكس??ان اړيكې لا مستحكمې شوي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ يو شخصي ټي وي چينل سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل پاكس??ان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې قربانۍ وركړي او په دې كښې جنګ كښې يې مهمې كاميابۍ ترلاسه كړي۔ده ووئيل پاكس??ان د ترهه ګرو په ضد د ضرب عضب عملياتو نه پس ردالفساد عمليات پېل كړي چې په نتيجه كښې يې د هېواد څخه ترهه ګري ختمه شوې۔ده ووئيل مونږ هېواد كښې امن بحال كړې او ترهه ګري او عسكريت خوښي مو ختمه كړی۔ده ووئيل پاكس??ان به په ټولو پريكړو د سيمه ايزو شراكتدارو سره مشاورت كوي٬هند سيمه ايم امن له يو لويې خطر دے۔ده ووئيل هند په كنټرول لائن خلاف ورزي كوي خو د پاكس??ان وسله وال ځواكونه هم د هغې ځواب وركوي۔د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د پاكس??ان مخالف بيان په اړه خ??م دستګير خان ووئ??ل امريكا هېڅ ډول پالېسي نه لري٬چين او روس هم د پاكس??ان په حق كښې بيان وركړی۔ده ووئيل بايد امريكې سره د خبرو اترو عمل ته وده وركړې شي ځكه چې مونږ په افغانس??ان كښې امن غواړو۔ده ووئ??ل امريكا د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژې په وجه غم جنه ده كومه چې د پخواني وزيراعظم نواز شريف د ښه سفارتكارۍ له امله چين پېل كړې او دې سره به نه يوازې د پاكس??ان بلكې د ټولې سيمې تقدير بدل شي
د پاكستان دفاع په قوي لاسونو كښې ده٬وسله وال ځواكونه د هېواد د دفاع صلاحيت لري
مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری