افغانستان كښې امن لپاره د امريكې همكار جوړېدې شؤ خو د پوځي اډو اجازه وركولې نه شؤ۔ اقتصادي پرمختګ له منځنۍ آسيا كښې تړون او تجارت غواړؤ، افغانستان كښېنورې كورنۍ جھګړې سره به زيان د ټولو كېږي ۔ وزيراعظم عمران خان


اسلام آباد22جون (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئيلي دي افغانستان كښې امن لپاره د امريكې همكار جوړېدې شؤ ٬ خو په خپله خاوره امريكې ته د پوځي اډې جوړولو اجازه وركولې نه شؤ۔ مونږ د دې متحمل كېدې نه شو٬ مونږ ته وړاندې هم د دې لوے زيان رارسېدلې دې٬افغانستان كښې مونږ كومه خاص ډله كښې خوښي نه لرؤ ٬ هر ھغه حكومت سره كار كولو ته چمتو يؤ چا ته چې د افغان اولس باور ترلاسه وي٬ په منطقه كښې امن او پرمختګ لپاره يو نوې ميثاق ته اړتيا ده۔ د امريكې نوموړې مجلې “واشنګټن پوسټ” كښې خپور شوي خپل مضمون كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل پاكستان په افغانستان كښې امن لپاره امريكې سره همكار جوړېدو له چمتو دے خو افغانستان څخه د امريكائي ځواكونو وتلو نه وروسته مونږ كومه بله شخړه په بيعه اخستې نه شؤ۔ خپل تحرير كښې وزيراعظم وئيلي كه پاكستان افغانستان كښې بمبارۍ لپاره امريكې ته اډې وركولو ته راضي شي نو په نتيجه كښې به ئې په افغانستان كښې كورنۍ جھګړا پیل شي۔د بدل اخستو لپاره به ترهګر بيا پاكستان په نخښه كوي او مونږ د دې متحمل كېدې نه شؤ۔ مونږ د دې نه وړاندې هم ډېر زيات زيان رارسېدلے دے۔ هغه ليكلي كه شل كاله په افغانستان كښې خپل قوي پوځ ساتلو سره امريكا ته جنګ كښې بريا ترلاسه شوې نه ده نو پاكستان كښې اډې جوړولو سره به څنګه ترلاسه كړي۔؟وزيراعظم خپل مضمون كښې دا هم ليكلي چې افغانستان كوم چې د اوږدې مودې راهسې ستونزو سره مخ پاتې دے٬ مونږ يو ډول مفادات لرو٬ مونږ غواړو چې هلته شخړې په سياسي توګه هوارې شي٬ استحكام او اقتصادي پرمختګ وي او د ترهګرو كوم پټ ځائ نه وي٬ مونږ افغانستان كښې د كوم عسكري قوت د اقتدار سنبهالولو په ضد يؤ چې ورسره به نورې كورنۍ جھګړې رامخې ته شي ځكه چې كومه يوه ډله ګرد هېواد كښې كاميابي نشي ترلاسه كولې او دا چې د هر حكومت كاميابۍ لپاره د طالبانو شموليت ضرورې دې۔ وزيراعظم ليكلي دي چې تاريخ د ثابت كړې چې افغانستان د بهر نه نشي كنټرول كېدې ۔ وزيراعظم ووئيل پاکستانافغانستان كښې د جنګونو د لاسه زياتو ستونزو سره مخ شوے دے٬ د 70 زره نه زيات پاكستانيان شهيدان شوي، امريکا مونږ سره 20 اربه ډالره مرسته وكړه خو د پاکستان معيشت ته 150 اربهډالرو نه زيات زيان رسېدلې او په پاكستان كښې سېلګري او سرمايه كاري ډېره ځپلې شوې ده۔ وزيراعظم ووئيل د امريكې د هلو ځلو برخه جوړېدو نه پس پاکستان د همكار جوړېدو له امله په نخښه كړې شو او دا صورتحال د تحريك طالبان پاكستان او نورو ډلو لخوا زمونږ په هېواد كښې د ترهګرۍ سبب جوړ شو۔ امريکائي ډرون بريدونو د كومو په ضد چې ما خبردارې وركړې ٶ جنګ ونه ګټلې شو او د دې له امله د امريكې په ضد كركه پېدا شوه او د دواړو هېوادونو په ضد د ترهګرو ډلو شمېره كښې اضافه وشوه۔ خپل مضمون كښې وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د كلونو راهسې زما دا استدلال ٶ چې د افغانستان مسئله كوم پوځي حل نه لري٬ امريكې افغانستان ته نزدې د پاكستان نيم خپلواكه قبائيلي سيمو ته په وړومبي ځل په دې خيال د خپلې پوځي ډلې لېږلو په حاجت زور راوړو چې دې سره به اړې ګړې ختم شي۔ ٬ داسې ونه شول خو دې سره د قبائيلي سيمو نيمې آبادۍ كډه وكړه٬ يوازې شمالي وزيرستان څخه لس لكه كسانو ګډه كړې٬ د اربونو ډالرو زيان شوې٬ بشپړ كلي ړنګ شوي٬ وزيراعظم ووئيل په بريدونو كښې عام وګړو ته شوې “ضمني زيان” د پاكستاني پوځ په ضد د ځانمرګي بريدونو سبب ګرځېدلې٬ په دې بريدونو كښې شهيد شوې د پاکستاني عسكرو شمېره په افغانستان او عراق دواړو هېوادونو كښې د امريكې د عسكرو شمېرې څخه هم زياته او د دې په نتيجه كښې زمونږ په ضد په ترهګرۍ كښې لا اضافه وشوه ٬ يوازې په يوه صوبه خېبر پښتونخوا كښې 500 پوليس اهلكار شهيدان شوي۔خپل مضمون كښې وزيراعظم عمران خان ليكلي دي چې په پاکستان كښې د 30 لكهو نه زيات افغان كډوال مېشته دي٬ كه په افغانستان كښې د مسئلې سياسي حل رامخې ته كېدو په ځائي نورې كورنۍ جھګړې پېل شوې نو نور كډوال به دلته راځي او زمونږ په پوله ايزو سيمو كښې به عدم استحكام او په غربت كښې اضافه وشي٬ مونږ په تاريخي توګه په پرانستې پاتې كېدونكې پوله دازغن تار لګولو كار بشپړ كړے دے۔ وزيراعظم خپل مضمون كښې وئيلي دي چې په افغانستان كښې د امريكې او پاكستان مفادات يو دي٬ مونږ د خبرو اترو د لارې امن غواړو ٬ كورنۍ جھګړې نه غواړٶ٬ مونږ د ترهګرۍ خاتمه او استحكام غواړو٬ مونږ د داسې لوظنامو ملاتړ كوٶ كومې چې په تېرو دوه لسيزو كښې په افغانستان كښې د شوې پرمختګ د ثمراتو نګهباني وكړي او مونږ اقتصادي پرمختګ لپاره په مېنځنۍ آسياء كښې تړون او تجارت غواړو، افغانستان كښې د نورې خانه جنګۍ زيان به ټولو ته رسي۔ هم له دې كبله مونږ طالبان د مذاکرات په مېز وړومبې امريكې او بيا افغان دولت سره كېښنولو لپاره زياتې حقيقي او سفارتي ستړې كړې دي۔ مونږ په دې پوهېږو كه طالبان د عسکري فتح اعلان كولو هڅې كوي نو دې سره به نه ختمېدونكې جنګ جھګړې رامخې ته شي٬ هيله ده چې افغان دولت به هم په خبرو اترو كښې د نور لچك څرګندونه وكړي او په پاکستان به تورونه لګول بند كړي۔ هغه ليكلي چېد افغانستان ګاٶنډي هېوادونه به د خپلې خاورې د افغانستان او بل كوم هېواد په ضد د نه كارولو كېدو لوظ كوي او افغانستان به هم دا لوظ كوي٬ دا ميثاق به د افغانستان بيا رغونې لپاره د افغانانو د مرستې لوظ هم كوي۔ وزيراعظم عمران خان خپل مضمون كښې ليكلي دي چې زه باور لرم چې د سيمه ايز تجارت او اقتصادي رابطو وده په افغانستان كښې د كوټلې امن او سلامتيا كنجي ده٬ د نورې پوځي كاروائۍ هېڅ فائده نشته۔ كه مونږ د دې ذمه وارۍ همكار جوړ شؤ نو افغانستان كوم چې كله د ” ګرېټګيم” او د سيمه ايز مخاصمتونو په سبب پېژندلې كېدو٬ د سيمه ايزې مرستې مثال جوړېدو سره رامخې ته كېدې شي

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس