اسلام آباد۔19اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) پروژو په ټاکلې موده کښې بشپړول ملي ترجيح ده۔ د سي پېك ترسېوري لاندې په پاکستان کښې د صنعتي پرمختګ نوے دور پیل کېدونکے دے، اېم اېل ون پروژه به د پاکستان د اقتصاد بیا رغونې او پرمختګ سبب وګرځي۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم دفتر د ميډيا ونګ لخوا جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د چين – پاكستان اقتصادي راهدارۍ او د چين په نورو پروژو د روان پېش رفت جاج اخستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښی وزيراعظم ته د انفراسټركچر منصوبو په خاص توګه د اېم اېل ون ٬ كراچي سركلر ٬ قرارقرم هائي وے او نورو پروژو په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو٬ دې سره سره د 10 زره مېګاواټ شمسي توان او د پن برېښنا په پروژو هم خبرې وشوې۔ په غونډه كښې د سندھ اعلی وزير د كراچي سركلر رېلوے د سي پېك برخې په جوړولو د وزيراعظم مننه وكړه۔ وزیرِاعظم د سي پېك پروژو په ټاكلي موده كښې بشپړول ملي ترجيح ګرځولو سره په دې د كار ګړندي كولو هدايت وكړو۔ په دې موقع غونډې ته خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل مېن لائن ون (اېم اېل ون) پروژه پاكستان لپاره د ګېم چېنجر حېثيت لري٬ دا به د پاكستان بندر ځايونه چين او د منځنۍ آسيا رياستونو سره تړلو سره سره د هېواد په معاشي پرمختګ كښې هم مهم كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل دا پروژه پاكستان رېلوے كښې د ملا د تير حېثيت لري او دا د وفاق علامت ده۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان د شمسي توان په پروژو كښې د چينائي كمپنيو خوښي لرل خوشبينه دي۔ ده ووئيل حكوت د تېرو څلورو كلونو په تور دور كښې د سي پېك په ټپه ولاړو منصوبو كښې نوے روح پوكلو سره دا په ترجيحي بنيادونو تندۍ سره بشپړوي۔ ده ووئيل كراچي سركلر رېلوے به كراچۍ كښې د ټرېفك مسئلې كمولو او د كراچۍ اولس ته سفري آسانۍ وركولو له بشپړه مرسته وكړي۔ په غونډه كښې پخواني وزيراعظم شاه خاقان عباسي ٬ وفاقي وزيرانو احسن اقبال ٬ خواجه سعد رفيق ٬ سالك حسېن ٬ سيد نويد قمر ٬ مريم اورنګزېب ٬ سيد مرتضی محمود ٬ طارق بشير چيمه ٬ د وزيراعظم مرستيال اعظم احد چیمه ، د پټروليم وزير مملكت ډاكټر مصدق ملك او نورو اړوندو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ دغسېد سندھ اعلی وزير سيد مراد علي شاه د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې برخه واخسته
د سي پېك پروژو په ټاکلې موده کښې بشپړول ملي ترجيح ده٬ د صنعتي پرمختګ نوے دور پېل كېدونكے دے٬ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی