اسلام آباد13جولائي(اے پی پی)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د كشمير مسئلې هوارے د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د جمو او كشمير اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو د لارې ممكن دے٬په نړيوالو فورمونو د كشمير مرسته به روانه ساتلې شي۔ده دا خبره د كشمير په اړه د پارلمان خاص كمېټۍ چيئرمېن او د جمع??ت علماﺀ اسلام(ف)مشر مولانا فضل الرحمان سره د شورو په ورځ لاهور كښې ملاقات كښې وكړه۔مولانا فضل الرحمان د وزيراعظم د روغتيا تپوس پوښتنه او د ده زر روغتيا له د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ د ملاقات په مهال د قامي اهميت په چارو خبرې وشوې۔د جے يو آئي(ف)امير وزيراعظم جمو او كشمير كښې د هند ملټري او پېراملټري ځواكونو لخوا د بشري حقونو خلاف ورزيو او كشميري مشرتابه سره د خپلو اوسنيو خبرو اترو نه خبر كړو۔ملاقات كښې د هندي ځواكونو د لاسه د برهان الدين واني او نورو وګړو د شهادت د پیښو غندنه وشوه۔ مولانا فضل الرحمان ووئيل كشميري لارښود پھ سخت وخت كښې پاكستان ته ګوري۔وزيراع??م نواز شريف ووئيل د پاكستان حكومت او اولس د خپلو كشميريانو وروڼو او خوېندو د جذبو احترام كوي او۔پھ هر نړيوال فورم به د كشمير د نصب العين ملاتړ جاري ساتي۔وزيراعظم ووئيل د مقبوضه كشمير د اولس غږ او د يو والې طاقت د بشري حقونو د خلاف ورزيو د لارې ختمېدې نه شي۔
د كشمير مسئلې هوارې د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د جمو او كشمير اولس ته د خپلواكۍ وركولو د لارې ممكن دے
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔