اسلام آباد 30 اپريل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب وئيلي دي د لوي څښتن ډېر احسان او شكر دے چې د خپل كور او خاتم المرسلين نبي رحمت(ص) د پاكې روضې زيارت ئې رانصيب كړو، د كعبه شريف طواف، عمره او د حجر اسود سعادتونه ، د نبي پاك په روضه حاضري مو كړې، دغه روحاني كيفيت بيانولے نه شم۔د خالي په ورځ خپل يو ټويټ كښې دې ووئيل د يو مسلمان لپاره د دې نه لويه نوره څه كاميابي كيدې شي چې د لوي څښتن او د محمد(ص) د روضې حاضري ورته نصيب شي ۔ لوي څښتن دې مسلمانان ، پاكستان او انسانان د تكليفونو او مسئلو څخه خلاص كړي ، لوي څښتن دې هر يو ايمان لرونكې ته د حرمين الشريفين د حاضرۍ شرف او سعادت نصيب كړي۔ آمين
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن