اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي اسلام آباد ټرافېك پوليس څخه ډرائيونګ لائسنس ترلاسه كړو٬ د اسلام آباد آئي جي ناصر محمود او ټرافېك اېس اېس پي محمد سرفراز ورك داخله وزير ته ډرائيونګ لائسنس وركړو۔ داخله وزير محسن نقوي د اپرېل په 26مه نېټه د اسلام آباد پوليس اولسي سهولت مركز دورې په موقع خپل لرنر جوړ كړے وو د دې نه پس د ګل په ورځ د اپرېل په 29مه نېټه اېف نائن پارك كښې د ټرافېك پوليس په يوه دستوره كښې د اسلام آباد انسپكټر جنرل ناصر محمود او اېس اېس پي ټرافېك محمد سرفراز ورك ډرائيونګ لائسنس داخله وفاقي وزير ته وسپارلو
مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل