ټھټھه ۔ 09 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي مونږ به د سندھ بيا رغونه كوٶ٬ د اولس په زخمونو به مرهم لګوٶ٬ د سندھ كليو او ښارونو ته به نوې جذبه وركوٶ٬ د سندھ په ګوټ ګوټ كښې به د برېښنا ٬ ګاز٬ اوبو او د صحت آسانيو سره سره دلته موټروېز هم ??وړ??ږي٬ مونږ د سندھ د محرومۍ لرې كولو عزم كړې٬ د سندھ كلي به د پنجاب د ښارونو غوندې جوړوٶ٬ د شاہ عبدالطیف بھټائي او لعل شهباز قلندر د خاورې تنده به ماتوٶ٬ اولس سره به په ګده د ودانۍ او پرمختګ كار كوٶ ٬ ټھټھه كښې د 500 بسترو روغتون جوړولو٬ ټھټھه، سجاول او ټنډو محمد خان كښې د صحت كارډز وركولو پروګرام٬ د برېښنا ٬ ګاز ٬ اوبو او د سړكونو جوړولو منصوبو پېل كوو۔ د زيارت په ورځ ټهټهه كښې اولسي غوندې ته خطاب كښې وزيراعظم ووئيل د كومو مسئلو چې دلته ذكر كېږي په ھغې د صوبې لاس رسي صوبې دا حل كولو غوښتل خو حل ئې نه كړې شوې دې لپاره به دا مسئلې وفاقي حكومت حل كوي ٬ لوي څښتن زه دے لپاره وزيراعظم جوړكړې يم چې دا مسئلې هوارې كړم۔ ده ووئيل مونږ به د سندھ بيا رغونه كوٶ٬ د اولس په زخمونو به مرهم لګوٶ٬ د سندھ كليو او ښارونو ته به نوې ولوله وركوٶ٬ د سندھ په ګوټ ګوټ كښې به د برېښنا ٬ ګاز٬ اوبو او د صحت آسانيو سره سره به دلته موټروېز هم ??وړ??ږي٬ مونږ د سندھ د محرومۍ لرې كولو عزم كړې٬ د سندھ كلي به د پنجاب د ښارونو غوندې جوړوٶ٬ د شاہ عبدالطیف بھټائي او لعل شهباز قلندر د خاورې تنده به ماتوٶ٬ اولس سره به په ګده د ودانۍ او پرمختګ كار كوٶ ده ووئيل مسحق خلقو ته د صحت ويړيا اسانۍ وركولو له پنجاب ٬ بلوچستان ٬ آزاد كشمير ٬ فاټا او ګلګت بلتستان كښې هېلته ګارډز سكيم پېل كړې شوے دے او د سندھ او خېبر پښتونخوا حكومتونو وئيلي ٶ چې دا كار به خپله كوٶ۔ وزیراعظم ووئيل دلته داسې خلق هم شته چې ټوله اړي موړي خرڅ كولو نه باوجود علاج كولې نه شي۔ دې لپاره مونږ د وېړيا علاج آسانۍ لپاره هېلته ګارډز پروګرام پېل كړې ٬ ټهټهه، سجاول او ټنډو محمد خان كښې به اولس ته دغه كارډونه وركولې شي او د صحت كارډونو جاري كولو له به خپل راځم۔ صحت كارډز لرونكو ته به په سركاري او نجي دواړو روغتونون كښې د ويړيا علاج آسانۍ ترلاسه شي۔ په دې موقع وزیراعظم ټهټهه كښې د 500 بسترو روغتون جوړولو هم اعلان وكړو كوم چې به لوي روغتون وي او دې سره به اولس ته د صحت آسانۍ ترلاسه شي ۔
د شاہ عبدالطیف بھټائي او لعل شهباز قلندر د خاورې تنده به ماتوٶ
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون