ګلګت 30 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي په ګلګت بلتستان كښې د سېلګرې دومره موقعې شته چې دا د مركز نه د پېسو اخستلو په ځاے مركز ته پېسې وركولې شي، ګلګت بلتستان لپاره د 370 اربه روپو پېكج شروعات دي، دا سيمه د سوئټزر لېنډه نه يو په په دوه لويه او زياته ښكلې ده، د سكردو هوائي اډې څخه به نړيوال پروازونه چلولې شي، پېسه غله او بهر ته وړونكي د هېواد غدار او قامي مجرمان دي، زما تربيه د غلو په ضد د مقاومت ده او په دې هڅو كښې به ضرور بريالے كېږم. د جمعې په ورځ په ګلګت كښې د پرمختيائي پېكج اعلان كولو په موقع دستورې ته خپله وېنا كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل ګلګت بلتستان ته مو داسې پېكج وركول غوښتل چې په نتيجه كښې ئې دلته پرمختګ راشي خو د قرض او د قرض د قسطونو وركولو له امله پېسې نه وې، هر ځاے د فنډ غوښتنه ده خو سره د دې مو هم ګلګت بلتستان ته تاريخي پېكج وركړے. وزيراعظم ووئيل زه چې كله د پنځلسو كلونو ووم، د سكول لخوا مې د دې ځاے دوره كړې وه، د دې ځاے ډرائيوران ډېر مهارت لري، دوي ته سلام كوو. دلته انفراسټركچر د نشت برابر ؤ او د پاكستان پشمول د نړۍ دې سره رابطه نه وه. دا سيمه د نړۍ نه بېله وه. دلته اوس هم سړكونه خطرناك دي، مونږ ئې بهتر كوو. وزيراعظم ووئيل ما د سوئټزر لېنډ پشمول د نړۍ ښكلې سيمې ليدلې دي خو زه په دې فخر كوم چې ګلګت بلتستان د هغو نه زيات ښكلے دے. دلته د نړۍ لوئې لوئې غره ايزې سلسلې دي، شنه مېدانونه دي، زه چې كله د بهر نه راغلم نو خپل دوستان مې دلته ځان سره راوستل، ما د دې ځاے ښكلا ته كتابي شكل وركړے او نړۍ د دې ښائسته سيمې د ښكلا نه خبره شوې. ده ووئېل ما هغه وخت لوظ كړے ؤ چې كه كله موقع په لاس راغله نو زه به نه يوازې د دې سيمې بلكې د ټول پاكستان خدمت كوم. ده ووئيل په تېر وخت كښې به حكمرانان د ګرمې رخصتي تېرولو لپاره بهرنيو هېوادونو ته تلل، د دوي اولاد به هلته زده كړې كولې، د دوي جائيدادونه هلته وو. وزيراعظم ووئيل په دې سيمه كښې به په انډسټريل زون كښې واړه صنعتونه ډېر ګټور وي. د دې ځاے مېوه د نړۍ غوره خوند لرونكې ده . دلته فوډ پروسېسنګ يونټس جوړېدے شي. دلته د سېلګرې زياتې موقعې شته ، دا سيمه د سوئټرز لېنډ نه يوه په دوه زياته او ښكلې ده.ده ووئېل سوئټزر لېنډ د سېلګرې د لارې د 60 نه تر 80 اربه ډالر ترلاسه كوي. زمونږ برآمدات 25 اربه ډالره دي، زمونږ حكومت په دې كښې اضافې لپاره هڅې كوي. وزيراعظم ووئيل مونږ به ګلګت بلتستان ته پرمختګ وركوو، دې سره به نه يوازې ځائي خلق روزګار ولري بلكې بهرنې سرمايه به هم راشي. د ګلګت بلتستان د پېكج به ټول هېواد ته ګټه ورسي. وزيراعظم ووئيل د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی لپاره د خالد خورشيد ټاكنه سمه وه. وزيراعظم ووئيل په سياست كښې درې قسمه خلق وي يو هغه كوم چې خپل ځان ته ګټه رسوي، دې لپاره دوي كرپشن نه كوي خو خپله چوكۍ كاروي او دا هم يو ډول كرپشن دے. دوهم هغه خلق دي كوم چې پېسه غلا كولو سره بهر وړي، داسې خلق د هېواد غدار او قامي مجرمان دي. دا خلق پېسه غلا كولو سره بهر وړي او په ډالرو ئې منتقل كوي، دې سره په هېواد كښې غربت راځي. دا خلق په نړۍ كښې ډېر بد ګڼلے كېږي. ځينې هغه خلق وي چې اقتدار ته د راتللو سره څه كار هم وكړي او څه ګټه هم ترلاسه كړي خو دريم قسم هغه خلق دي كوم چې سياست عبادت ګڼي او په دې كښې تر قيامت رول ماډل د نبي صلي الله عليه وآله وسلم ذات دے. ده د نړۍ وړومبے فلاحي رياست جوړ كړے ؤ او ساده ژوند ئې تېر كړے ؤ، مونږ نن هم هغه لپاره ځان قربانولو ته تيار يو. هغه زمونږ په زړه كښې اوسيږي . وزيراعظم ووئيل خالد خورشيد جنون لير، هغه د خپلې سيمې بهترې لپاره سوچ لري. وزيراعظم عمران خان ووئيل جمهوريت خوښے يم د كوم آمر ملاتړ نه شم كولے خو د حكمرانانو لخوا د پېسې جوړولو په وجه هېواد پرمختګ نه دے كړے. ده ووئيل قامونه خپله آزادي او خوشحالي د هڅو په نتيجه كښې ترلاسه كوي، دلته د بدعنوانه مافيا په ضد هڅې روانې دي، زما تربيه دې غلو ته د ماتې وركولو ده. دستورې ته وفاقي وزيرانو اسد عمر، علي امين ګنډاپور او د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی خالد خورشيد هم وېنا وكړه.
ګلګت بلتستان لپاره د 370 اربه روپو پېكج شروعات دي، دا سيمه د سوئټزر لېنډ نه يو په دوه لويه او زياته ښكلې ده، د سكردو هوائي اډې څخه به نړيوال پروازونه چلولې شي، د پېسې غلا كوونكې د هېواد غدار او قامي مجرمان دي. وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena