اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان دې هېواد كښې د كاروبار دوست ماحول څخه ګټه پورته كړي٬حكومت په انفارمېشن ټېكنالوجۍ٬د څاروو ساتنې او د معيشت په نورو مهمو څانګو كښې د سرمايه كارۍ ډاډګيرنه كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د محمد نواز ملك په مشرۍ كښې په آسټرېليا كښې د مېشته پاكستانيانو پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره ملاقات كولو۔صدر ووئيل پاكستان د غوره كاروباري ماحول سره د سرمايه كارو راغب كولو له خپلواكه د سرمايه كارۍ پالېسي اختيار كړې۔كاروبار كښې د آسانيو وركولو په انډېكس كښې د پاكستان درجه بندي د 136 نه 108 نمبر ته راغلې ۔ ده ووئېل حكومت د انفارمېشن ټېكنالوجۍ ٬ د څاروو ساتنې او د معشيت په نورو څانګو كښې د سرمايه كارۍ ډاډګيرنه كوي۔بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان دې په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه ګټه پورته كړي۔صدر ووئيل حكومت د سپېشل ټېكنالوجي زون اتهارټي جوړولو د لارې د آئي ټي څانګې قوي كولو لپاره اقدامات كړي۔سپېشل ټېكنالوجي زونز اتهارټي د ون ونډو سهولت څخه غېر ملكي سرمايه كارو ته آسانۍ وركړي۔صدر په ترسيلات زر رالېږلو بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ څخه د هېواد معيشت قوي كولو په اړه د بهرنيو پاكستانيانو د كردار ستائنه وكړه۔په دې مهال پلاوي په خپلو خبرو كښې ووئيل په كېټل فارمنګ سرمايه كارۍ كښې خوښي لرو۔په پاكستان كښې ماډل مويشي پام جوړول غواړو٬د هېواد مثبت تشخص رامخې ته كولو د آسټرېليا كاروباريانو او د بهرنو پاكستانيانو پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپاره به كار كوو۔(
بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان دې هېواد كښې د كاروبار دوست ماحول څخه ګټه پورته كړي٬حكومت د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او د معيشت په نورو مهمو څانګو كښې د سرمايه كارۍ ډاډګيرنه كوي۔صدر ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : پھل اور سات