اسلام آباد 03 جون (اے پي پي﴾ د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف سره د جمعې په ورځ د اے پي اېن اېس عهديدارو ملاقات كړے چې پكښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب٬د پيپلز پارټۍ د اطلاعات سېكرټري فيصل كريم كنډي هم موجود وو۔په ملاقات كښې د هېواد په موجوده سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د پلاوي سره په خپلو خبرو كښې سپيكر ووئيل په آئين عملدرآمد د ټولو لپاره لازمي دے۔د پي ټي آئي غړي استعفٰی ګانو تصديق كولو لپاره پرله پسې د 6 جون څخه رابللے شوي۔د قامي اسمبلۍ د ضابطو له مخې د استعفٰی ګانو تصديق ضرورې دے۔د آئين سرلوړي او قانون حكمراني باوري كولو ته پام لرنه كوم۔ ده ووئېل د جمهوريت تسلسل د هېواد په ګټه دے٬د جمهوري ادارو قوي كېدو سره به د اولس په خپلو نمائندګانو باور زيات شي۔ده ووئيل پاكستان دا مهال د يو سخت وخت څخه تېرېږي٬د سياسي اختلافات نه علاوه به هېواد ته د مخ چېلنجونو مقابلې لپاره يو كېدل وي
د آئين بر لاسے او د قانون حكمراني باوري كولو ته پام لرنه كوو۔د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف سره د اے پي اېن اېس عهديدارو ملاقات
مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II