اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال په تعليمي څانګه او د آئي ټي په پوهانو زور راوړے چې هغوي د پاكستان آئي ټي څانګې مجموعي پرمختګ لپاره په ګډه كار وكړي دغسې چې د انډسټري ضروريات او نصاب ترمينځه خلا لرې كړې شي٬د آئي ټي ګريجوېټس ملازمت اهليت دې زيات كړے شي او د آئي ټي برآمدات دې زيات كړے شي۔هغه د د شورو په ورځ اېچ اي سي او د منصوبه بندۍ وزارت لخوا راونډ ټیبل بعنوان ”ډیجیټل انقلاب لپاره د انساني وسائلو پرمختګ” ته خطاب كولو۔د راونډ ټيبل مقصد پیشه وره آئي ټي پوهانو ته پليټ فارم وركول وو دغسې چې هغوي د آئي ټي څانګې مسائل او چېلنجونه په ګوته كړي او د دې حل تجويز كړي۔راونډ ټيبل كښې د هېواد آئي ټي كمپنو نامتو مشرانو او تعليمي څانګې سره منسلكو مېرمنو او سړو ګډون كولو ۔احسن اقبال د تعليمي څانګې او آئي ټي صنعت پوهانو پشمول د يو وركنګ ګروپ جوړولو هدايت وكړو دغسې چې د آئي ټي څانكې پرمختګ لپاره ايكشن پلان ترتيب كړے شي۔ده ووئيل پاكستان ته د داسې آئي ټي افرادي قوت ضرورت دے كوم چې د مسئلو حل وړاندې كړي۔ده ووئيل د پاكستانو ځوانانو د ډاډګيرنې ضرورت دے دغسې چې هغوي د آئي ټي څانګې چېلنجونو او مسئلې په ګوته كولو سره د دې حل لپاره هڅې وكړي۔د پوهنتون د كردار په اړه د منصوبه بندۍ وزير ووئيل پوهنتون دې نه يواځې ځوانانو ته تعليم او هنر وركړي بلكې په دوي كښې دې سوفټ اسكلز هم رامخې ته كړي۔وفاقي وزير احسن اقبال د هېواد په پرمختګ كښې د آئي ټي د څانګې په كردار رڼا اچولو سره ووئېل كوم هم هېواد د پالېسو د تسلسل او سياسي استحكام نه بغېر پرمختګ نشي كولے ۔راونډ ټيبل كښې د آئي ټي وزارت اېډېشنل سېكرټري عائشه حمير٬د پاكستان سوفټ ويئر ايكسپورټ بورډ سي اي او عثمان ناصر٬ ورچوئل پوهنتون وائس چانسلر ډاكټر ارشد سليم بهټي٬د فيكلټۍ غړو ٬ د آئي ټي پوهانو او نورو مشرانو ګډون كولو
د آئي ټي پوهان دې د آئي ټي څانګې مجموعي پرمختګ لپاره په ګډه كار وكړي۔احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری