اسلام آباد۔3نومبر (اے پی پی) دکورنيو چارو نګران وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي د امنيتي ځواکونو په کاروان د بريد سخته غندنه کړې او وئيلي يې دي چې د امنيتي ځواکونو سترې قربانۍ به بې ځايه نۀ ځي، د ترهګرو بزدلانه كارروايۍ زمونږ حوصلې كمزورې كولې نه شي۔ د جمعې په ورځ په خپل بيان كښې وفاقي وزير سرفراز بګټي ووئيل مونږ د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كوو٬ ټول ملت د شهيدانو د كورنيو په غم كښې برابر شريك دے۔ ده ووئيل امنيتي ځواکونه په ډېره مېړانه د ترهګرۍ په ضد جنګ كوي۔ زمونږ ځوانان خپل ژوند په خطر كښې اچولو سره د هېواد او ولس ساتنه کوي۔ ده زياته كړه چې هېواد دښمنه عناصر به هېڅکله په خپلو ناوړه ارادو كښې كامياب نه شي۔
مضمون کا ماخذ : سائٹس de loteria confiáveis