اسلام آباد 26 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب سره د متحده عرب امارات (يو اے اي) سفير عماد عبيدابراهيم الزابي ملاقات کړے ٬ په دې مهال د ميډيا څانګې په مرسته ، سيلګرۍ ، تجارت او د ماحولياتي بدلون پشمول د شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل د ګرين ډپلوميسي هېوادونو ترمينځه به دوه اړخيزه اړيكو ته د ودي وركولو نوې لاري پرانستلي شي۔ ده ووئيل متحده عرب امارات او پاکستان په شريك باور آډانه ښې اړيكي لري۔متحده عرب امارات د پاکستانيانو لپاره دويم كور دے۔ ملاقات كښې دې خبري ته صلاح يوه شوه چې د دواړه هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه تجارت پراخه امكانات شته د كومو كارولو ته چې اړتيا ده۔ وزير مملكت د ټيکسټائل او ګارمنټس په صنعت كښې کاروباري صلاحيتونو ته ودې وركولو لپاره د يو اے اي سفير الزابي د فيصل آباد دوره وستائله۔ وزير مملكت فرخ حبيب د يو اے اي سفير خبر كړو چې د پاکستان زرعي مصنوعات په ټوله نړۍ كښې مقبول دي، د پاکستانو سوداګرو د لاري دغه څيزونه تر مينځني اسياﺀ رسني سره به د پرمختګ نوې لاري پرانستلې شي۔ ډلو د دواړه هېوادونو سرکاري نيوز ايجنسو ترمينځه مرستي زياتولو ته هم صلاح شول۔دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه معلومات وركولو او د يو بل د كلتور نه پوهېدو له مرسته تر لاسه شي۔ وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پاکستان معيشت د پرمختګ پلو روان دے، د کووډ۔ 19 باوجود د زرمبادلې پانګي ، برآمدات او ترسيلات زر كښې ريكارډ اضافه شوې ،سمندر پوري پاكستانيانو په ډيركم وخت كښې روشن ډيجيټل اکائونټ كښې يو بليونه ډالره راليږلي كوم چې په اوسني حكومت د باور څرګندونه ده۔ده ووئېل متحده عرب امارات كښې 15 لکهه پاکستانيان كار كوي۔ د يو اے اي سفير متحده عرب امارات په پرمختګ كښې د پاکستانيانو مرسته وستائله۔ وزير مملكت سفير د سماجي تحفظ پروګرام كښې د پاکستان حکومت د بيلو اقداماتو په اړه هم خبر كړو۔ د يو اے اي سفير وزير مملكت ته ووئېل چې ايکسپو 2020 كښې د پاکستانو سوداګرو شرکت سره کاروبار كښې پرمختګ او ټوله نړۍ كښې د سوداګرو سره د رابطو موقع ترلاسه شي۔دغسې وزير مملكت د دواړه هېوادونو وګړو قوي رابظو ، د ميډيا پلاويو او سول سوسائټي پلاويو تګ راتګ په حاجت زور راړو۔(SFA/ZIA/1847)
د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب سره د متحده عرب امارات سفير عماد عبيدابراهيم الزابي ملاقات
مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا