د انتاليه ډوپلوميسي فورم ته د افغانستان د لنډ مهاله حكومت بلل او د هغوي خبره اورېدل ډېره د اهميت وړ ده٬د نړيوالو چارو پوهانو او تجزيه كارو په كابل آور كښې خبرې


اسلام آباد 10 مارچ (اے پي پي)د نړيوالو چارو پوهانو او تجزيه كارو وئېلي دي د انتاليه ډوپلوميسي فورم ته د افغانستان د لنډ مهاله حكومت بلل او د هغوي خبره اورېدل ډېره د اهميت وړ ده٬سيمه ايزو هېوادونو او نړيوالې ورورولۍ له به د افغان لنډ مهاله حكومت اختيارمنده جوړولو له راوړاندې كېدل وي٬د افغانستان د امن په حقله د پاكستان كردار د چا نه پټ نه دے٬وزيراعظم عمران خان په ګرده نړۍ كښې د افغانستان لپاره غږ پورته كړې٬افغانستان كښې دا وخت سخت غذائي قلت دې او د امريكې لخوا د افغان اثاثو منجمد كول شرمناك دي٬افغانستان كښې د معاشي چېلنجز مخ نيوي له د بينكنګ سسټم فعاله كول ډېر ضروري دي۔د دې خيالاتو څرګندونه تجزيه كار همايون خان نوخيز ساهي٬سينئر خبريال ډاكتر فرقان حميد او د افغانستان پخواني وزير مزمل شينواري د پي ټي وي پروګرام كابل آور كښې كړې۔ډاكټر فرحان حميد ووئيل د افغان لنډ مهاله حكومت پلاوې د انتاليه ډپلوميسي فورم په غونډه كښې ګډون لپاره تركيه ته تلې دغسې تركيې د مختلفو هېوادونو استازي بللې دي چې په ګډه د افغان مسئلې سره سره د روس او يوكرين مسئلې څخه د رامخې ته شوي صورتحال مخ نيوي له كومه لائحه يا تګلاره جوړه كړي٬په دې حقله د يوكرين او روس خارجه وزيرانو د تركيه په ثالثۍ كښې خبرې پېل كړې دي۔ده ووئيل د 11 مارچ نه تر 18م مارچ كېدونكې دې كنفرنس كښې په بېلو سرخطونو به خبرې كولې شي چې پكښې به د افغانستان مسئله وړومبۍ وي او ټول هېوادونه به دې ته پام لرنه كوي چې افغانستان دا وخت د كومو مسائلو سره مخ دې٬د دغې مقابلې له د نورو هېوادونو څخه څنګه مرسته ترلاسه كېدې شي۔ده ووئيل د تركيې د اړخه د افغانستان د مرستې لړۍ روانه ده۔ده ووئيل د كله نه چې طالبانو حكومت راغلې د هغه وخت نه تراوسه دا ډپلوميسي فورم تر ټولو لويې پليټ فارم دے چرته چې افغان حكومت خپلې خبرې دنيا ته وړاندې كولې شي او د افغان لنډ مهاله حكومت تسليمولو لپاره لاره هوارېدې شي۔ده وئيل چې كه په افغانستان كښې په بشري بحران قابو ونه موندلې شو او د هغه ځاې خلك د لوږې او تندې نه مري نو د دې ذمه واري به د ټولې نړۍ وي او د منطقې په نورو هېوادونو به هم د داسې صورتحال اثرات لازمي مرتب كېږي۔ده ووئيل د ګاونډي هېواد په توګه د پاكستان د نورو هېوادونو په نسبت زياته ذمه واري جوړېږي او پاكستان د افغانستان خېرښېګړی لپاره كمپائن پېل كړې او نور هېوادونه هم قائل كوي چې راوړاندې شي او د افغانستان مسئلو حل كولو له كردار ادا كړي۔تجزيه كار همايون خان ووئيل انتاليه ډپلوميسي فورم ډېر مهم دے جې پكښې به د افغانستان خارجه وزير هم شامل وي٬ده ووئيل تركيه عمر له د افغانستان لپاره تعميري كردار ترسره كړې او په مسلمانانو دننه چې كله هم كومه مسئله رامخې ته شوې نو تركيه پرې ډېر څرګند موقف او كردار خپل كړې۔ده ووئيل په تېرو څو ورځو كښې چې كله د روس او يوكرين مسئله رامخې ته شوې نو په دغې صورتحال كښې افغان مسئله وروستو تلې۔ده ووئيل د افغان پلاوي په انتاليه فورم كښې د ګډون په مهال به د افغانستان په مسئله خبرې كېږي او ټول سيمه ايز هېوادونه به په دې كنفرنس كښې ګډون كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د افغان لنډ مهاله حكومت استازو نړيوال فورمز ته تلل يو خوش آئين خبره ده دغسې به افغان حكومت خپل ځان په خپله ځواب وركونكې هم ګڼي او افغان حكومت ته به معلوم شي چې مونږ په يوه لوظ نامه كولو راغلې يو خو مونږ له به په هغې عملدرآمد هم كول وي بيا به چارې مخ په وړاندې ځي۔ده ووئيل چين او پاكستان به په ګډه داسې تګلاره جوړوي چې ورسره د افغانستان مشكل صورتحال څخه ويستلو له مرسته ترلاسه وي او زه ګڼم چې هغه وخت نزدې دې چې په صورتحال كښې به ښه والې راشي۔تجزيه كار نوخيز ساهي ووئيل چې انتاليه ډپلوميسي فورم د افغانستان په مسئله يوه لويه موقع ده چې پكښې به افغان حكومت د خپلو مسائلو او كاركردګۍ په حقله نړۍ خبر كړی شي۔افغان حكومت به نړۍ ته اووئي چې نړۍ زمونږ نه كومې غوښتنې كړي مونږ په هغې تر كومه عمل كړې۔ده ووئيل د تركيه په ثالثۍ كښې كېدونكي كنفرنس كښې به د افغان عبوري حكومت تسليمولو په حقله هم په ډېډلاك خبرې كېږي۔ده ووئيل د او آئي سي غونډې نه وړاندې د تركيې د اړخه د داسې كنفرنس انعقاد د ډېر اهميت وړ دې۔كنفرنس كښې افغان عبوري حكومت تسليمولو او د انساني بحران صورتحال د نړۍ په وړاندې رامخې ته كېدې شي۔ده ووئيل په غونډه كښې به د افغانستان په حقله په منفي خبرنو او يو اېن رپورټس هم خبره كېږي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د تېرو دوه مياشتو په مهال چې كله هم نړيوالې مېډيا سره خبره كړې يا د چين او روس دوره يې كړې نو هغه د افغانستان په مسائلو خبره كړې۔نوخيز ساهي ووئيل د امن نه بغېر د افغانستان په معاشي توګه مستحكم كېدل ناممكن دي۔ضروري ده چې د افغان عبوري حكومت قوي كولو لپاره ګاونډيان هېوادونه او نړۍ كردار ترسره كړي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د نړۍ كار د افغانستان حق حوړیدل او په دې خقله فشار زياتول دي۔د افغانستان په حقله د امريكې په تېره څه موده كې ناڅاپي د افغانستان نه وتل٬د افغانستان د اولس نه لاس اغستل او د افغانستا اكاؤنټس منجمد كولو غوندې اقدامات په حقله امريكا د ټكونو سره مخ ده۔ده ووئيل د نړۍ په كوم فورم چې د افغانستان انساني بحران په حقله خبره كېږي هلته به د امريكې د اړخه د افغانستان په منجمد كړو اثاثو هم خبره كېږي۔په دې مهال مزمل شنواري ووئيل په افغانستان كښې د معاشي چېلنجونو مخ نيوي له بينكنګ سسټم فعالول ډېر ضروري دي۔په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره به د طالبانو حكومت له د ټولو سره تګ كول وي۔ده ووئيل كه د افغانستان بينكنګ سسټم د انټرنېشنل بينكنګ سسټم سره تړلې كېږي نو دا به لويې پېشرفت وي دغسې د تجارت او سرمايه كارۍ ډېرې لارې پرانستلې شي۔ده ووئيل د طالبانو عبوري حكومت راتللو نه وروستو د افغانستان دننه د امن صورتحال ښه شوې۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل حامد كرزئي٬ډاكټر عبدالله عبدالله او د ګلبدين حكمت يار پشمول نور قائدين د طالبانو حكومت او د نړۍ ترمينځه فاصلې كمولو له كردار ترسره كولې شي۔ده ووئيل كه د طالبانو حكومت غواړي چې آئين جوړ كړي او لا وړاندې لاړ شي نو دې لپاره به د حامد كرزئي او ډاكټر عبدالله مرسته ترلاسه كول وي۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس