دبئی۔17فروری(اے پی پی) خارجه وزیر شاه محمود قرېشي وئيلي دي نن زمونږ معشيشت د استحكام په لاره 5.37 فیصده نمو سره مخ په وړاندې روان دے٬ مونږ بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته په پاكستان كښې د ووټ حق وركوؤ۔ د زيارت په ورځ په دوبۍ كښې پاكستاني كميونټي ته خپل خطاب كښې خارجه وزير ووئيل دلته د راتللو مقصد د اېکسپو 2020 وزټ او د پاكستاني كميونټي سره ملاقات كول وو۔ دغسې د راتللو بل مقصد د متحدہ عرب امارات حکومت سره د يو والي څرګندونه كول هم وو٬ څو ورځې وړاندې د متحده عرب امارات په سلامتيا د بريد كولو هڅه شوې وه۔ خارجه وزير ووئيل كوم هېواد چې په معاشي توګه مستحكم نه وي نو نړۍ يۍ خبره اوري خو پام ورته نه كوي٬ مونږ له دې كبله جغرافيائي اقتصادي ترجيحاتو ته خصوصي پام ګرځولې دې۔ زمونږه هڅه ده چې مونږ خپل جغرافيائي پوزيشن كارولو سره پاكستان اقتصادي مركز جوړولو كښې كامياب شؤ۔ حكومت په اولني ځل اتفاق رائې سره د يوې امنيتي پالېسېۍ مسوده رامخې ته كړې ده۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل د دې امنيتي پالېسۍ محور معاشی استحکام ، آبی تحفظ او فوډ سېکورټی ده۔ هغه ووئيل زمونږ سفارتكارانو ته به د سفارت كارۍ ذمه وارۍ سنبالول وي۔ اقتصادي سفارت كاري يوازې تر درآمداتو او صادراتو محدود نه ده بلكې دا يو بشپړه تصور دے۔ هغه ووئيل زمونږ حكومت بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو خېر ښېګړه خپل ترجيح ګڼلې ده٬ مونږ بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته په پاكستان كښې د ووټ حق وركوؤ۔ خارجه وزير ووئيل نن پاكستانيان د برطانيه او امريكا په پارليمانونو كښې خپل ځائې جوړوي۔ هغه ووئيل زه ستاسو د سباؤن د مسئلو ادارك هم لرم٬ مونږ به ستاسو د مسئلو حل له ټولې ممكنه هڅې كوؤ۔ خارجه وزير ووئيل د كورونا په مهال د هندوستان د سفارتخانو شيشيې ماتې كړې شوې ٬ مونږ په څلورو اونيو كښې ستاسو په مرسته بهر هېوادونو كښې نښتې يو نيم لك پاكستانيان هېواد ته رارسولو كښې كامياب شؤ۔ هغه ووئيل په كال 2018 كښې چې كله مونږ په حكومت كښې راغلؤ نو زمونږ ټولې اقتصادي اشارې منفي رجحان څرګندولو ٬ مونږ د 20 اربه ډالرو خسارې سره مخ وو۔ نن زمونږ معيشت د استحكام په لاره روان دے او 5.37 فیصده نمو سره مخ په وړاندې ځي۔ مخدوم شاہ محمود قرېشی ووئيل پاكستان كوم بې وزله هېواد نه دے ٬ لويے څښتن مونږ ته بلها وسائل راكړې دي ٬ مونږ له به خپل رخ سمول وي
نن زمونږ معيشت د استحكام په لاره 5.37 فیصده نمو سره مخ په وړاندې روان دے٬ بهر هېوادونو كښې پاكستانيانو ته د ووټ حق وركوؤ٬ مخدوم شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار