اسلام آباد۔7جون(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د ښه صحت لپاره د پاك ٬ صفا ٬ معياري او متوازن خوراك اهميت په ډاګه كولو سره وئيلي دي چې د فوډ سېفټي غوره انتظام ته ټول اړتيا لري۔ په دې لړ كښې د هدفونو ترلاسه كولو له به په شريك مرسته اډانه هڅې كول وي۔ د ورلډ فوډ سېفټي ډے 2022 په موقعه خپل پېغام كښې ده وئيل چې د جون 7 مه نېټه په ګرده نړۍ كښې د فوډ سېفټي نړيوالې ورځې په توګه لمانځلې شي۔ ده ووئيل دا ورځ د خوراك د لاسه د رامخې ته كېدونكو خطرو مخنيوي ٬ تشخيص او په دې قابو موندلو لپاره اقداماتو كولو له هم خاص كړې شوې ده دغسې چې انساني صحت غوره كړې شي او ټولو لپاره تر محفوظ خوراك رسنه باوري كړې شي۔ صدر مملکت ووئيل په دې ورځ خلكو ته د دې خبرې تاكيد كېږي چې هغه ټول عمري له په صفا ځايونو كښې خوراك كوي ٬ خوراك نه ضائع كوي بلكې دا بې وزله خلكو ته وركوي ٬ د خوراك معيار په ځائې وساتي۔ ده ووئيل د خوراك حفاظت هم د تلپاتي پرمختګ د هدفونو يوه برخه ده۔ صدر عارف علوي ووئيل حكومت له به د خوراك د حفاظت معيارات خپلولو له شعبه جاتي مرستې ته وده وركول وي۔ ده ووئيل فوډ مېنوفېکچرنګ كمپنۍ د فوډ سېفټي په لوظونو بايد عمل وكړي٬ فوډ سېفټي كلچر ته بايد وده وركړې شي او خوراك سره د اړوند نړيوالو او ملي معياراتو بايد خيال وساتلې شي۔ ده په تعليمي ادارو او د كار په ځايونو كښې د فوډ سېفټي ايجوكېشن اهميت په ډاګه كولو سره ووئيل د محفوظ خوراک انتظام ته وده وركولو او كورنۍ په دې كښې شاملولو ته اړتيا ده۔ صدر مملكت ووئيل مونږ ټولو له به د فوډ سېفټي په لړ كښې د خپل برخې كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل په هر پړاؤ د خوراك حفاظت زمونږ په لاس كښې دې او كه مونږ په ګډه كار وكړؤ نو غوره صحت لپاره د محفوظ خوراك مقصد په ترلاسه كولو كښې مرسته كولې شؤ۔
د فوډ سېفټي غوره انتظام ته ټول اړتيا لري٬ فوډ سېفټي سره اړوند هدفونو ترلاسه كولو له به په شريكه مرسته اډانه هڅې كول وي٬ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د فوډ سېفټي نړيوالې ورځې په موقعه پېغام
مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔