اسلام آباد۔3اکتوبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د پاكستان په ټولو چېمبرز آف کامرس اېنډ انډسټری زور راوړو دې چې هغوي دې د سینې سرطان سره اړوند د پوهاوي کمپاین کښې همكاران جوړ شي دغسې چې مېرمنو ته په باقاعده توګه د خپلې معائنې كولو او ددې رنځ زر تر زره تشخيص لپاره د طبي مشورې اخستو ترغيب وركړې شي٬ د سينې د كېنسر بشپړه درملنې ممكن دي چې ورسره رنځوران د صحتمند وګړو په څير د ژوند كولو قابل جوړېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د هېواد د بېلو چېمبرز آف کامرس اېنډ انډسټری مشرانو استازو غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دې موقعه اولنۍ مېرمن بېګم ثمينه عارف علوي هم موجود وه۔ د فېډریشن آف پاکستان چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری، اسلام آباد وېمن چیمبر آف کامرس اېنډ انډسټری، اسلام آباد چیمبر آف کامرس اېنډ انډسټری، راولپنډی چېمبر آف کامرس اینډ انډسټری، راولپنډی وېمن چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری او د اټک وېمن چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری استازو په غونډه كښې ګډون وكړو۔ صدر مملکت ووئيل پاكستان كښې د سينې كېنسر شرح د كوم هم آسيائي هېواد په مقابله كښې زياته ده۔ دلته هر كال نزدې د 90,000 کېسونو تشخيص كېږي۔ ده ووئيل په وخت مناسب درملنې كولو سره زيات قيمتي ځانونه بچ كېدې شي ولې چې د سينې د كېنسر 98 فيصد كېسونه په وخت د درملنې كولو له لارې ختمېدې شي۔ صدر مملكت په دې خبره زور راوړو چې ټول چېمبرز آف كامرس اېنډ انډسټري د خپل دائره كار لمخې د معائنې او تشخيص پېغام رسولو سره د سينې د كېنسر او دې څخه بچ كېدو لپاره د پوهاوي رامخې ته كولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل په دې اړه پوهاوي لپاره پېغامونه ٬ بروشر او نور اړوند مواد كارولې كېدې شي۔ ده په ميډيا هاؤس زور راوړو چې هغوي دې په مارنګ او ټاك شوز كښې تشخيصي اهميت سره اړوند پېغامونه بار بار ټېلي كاسټ كړي۔ ده ووئيل مونږ له به دې كمپائن كښې كلي والو سيمو ته هم پام ګرځول وي۔ دغسې چې دغې سيمو كښې ژوند كوؤنكو مېرمنو ته د تشخيص او درملنو آسانۍ وركړې شي۔ صدر په دې خبره رڼا واچوله چې د روان كال په مهال به ثمينه عارف علوي د خوراك كمي مخنيوي كمپائن مشري كوي او بې وزله مېرمنو ته سپلیمنټس وركولو له به اړوندو ادارو او اېن جي اوز سره تماس نيسي۔ صدر مملكت د چېمبرز استازو لخوا وړاندې كړې تجويزونه وستائل۔ ده په چېمبرز زور راوړو چې هغه دې د ډاكټرانو په مشرۍ كښې ډلې جمع كړي كومې چې د سكولونو ٬ كالجونو او پوهنتونونو دوره وكړي دغسې چې په زده كوؤنكو كښې ددې رنځ په اړه پوهاوې پېدا كړي او هغوي ته خواست وكړي چې هغوي دا پېغام ټولو كورنيو ته ورسوي۔
د پاکستان ټول چیمبرز دې د سینې سرطان سره اړوند د پوهاوي کمپاین کښې همكاران جوړ شي۔ د صدر عارف علوي د چیمبرز آف کامرس اېنډ انډسټریز مشرانو استازو غونډې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر