اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئېلي دي وزيراعظم شهباز شريف د 200 نه تر 300 برېښنا يونټس استعمال كوونكو صارفينو ته هم د رېليف وركولو وئېلي دي خو په دې اړه تراوسه كومه حتمي پريكړه نه ده شوې٬تر 200 يونټس برېښنا صارفينو ته به په رېليف وركولو 21 ارب روپۍ لګښت راځي٬ قطر به په پاكستان كښې درې ارب ډالره او يو اے اي 2 ارب ډالره سرمايه كاري كوي٬د بارانونو او سېلاب له امله ډېر زيات زيان شوے۔د جمعې په ورځ خبري كنفنرس ته د وېنا كولو په مهال د خزانې وفاقي وزير ووئيل قطر په پاكستان كښې د درې ارب ډالره سرمايه كارۍ منظوري وركړې٬په پاكستان كښې ډېر زر يوه لويه سرمايه كاري كېدونې ده٬قطر د پاكستان هوائي مېدان د ډېرې مودې لپاره په ليز د اخستو خواهش لري٬د دې نه علاوه هغوي به په بندر ځايونو كښې هم سرمايه كاري كوي او دغسې قطر اېل اېن جي پاور پلانټس او پاكستان سټاك ماركيټ كښې هم د سرمايه كارۍ كولو خوښي څرګنده كړې۔د توان په اړه ده ووئيل حكومت د 8 زره مېګاواټ سولر پلانټس لګولو اراده لري ٬قطر 8 زره مېګاواټ سولر پلانټس لګولو كښې هم د خوښۍ څرګندونه كړې۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل د ګل په ورځ به د آئي اېم اېف د انتظامې بورډ غونډه كېږي۔حكومت به د څلور ارب ډالره فنانسنګ ګيپ پوره كړې۔يو اے اي په پاكستان كښې د دوه ارب ډالرو سرمايه كارۍ اعلان كړے۔ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د 200 نه تر 300 برېښنا يونټ استعمال كوونكو صارفينو ته هم د رېليف وركولو وئېلي دي خو په دې اړه تراوسه كومه حتمي پريكړه نه ده شوې٬تر 200 يونټ برېښنا صارفينو ته به په رېليف وركولو 21 ارب روپۍ لګښت راځي٬ده ووئېل قطر به په پاكستان كښې درې ارب ډالره او يو اے اي 2 ارب ډالر سرمايه كاري كوي٬د بارانونو او سېلاب له امله ډېر زيات زيان شوے دے
قطر به پاكستان كښې درې اربه ډالره او يو اے اي 2 ارب ډالره سرمايه كاري كوي٬د بارانونو او سېلاب له امله ډېر زيات زيان شوے۔د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل خبري كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب