اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي په تېر مالي كال كښې د ټاكلي هدف څخه زيات او 4732 اربه روپۍ تاريخي ټېكس وصولول د اېف بي آر كاركردګي زمونږ د حكومت د پالېسو په نتيجه كښې د راپېدا شوې پائيداره اقتصادي بحالۍ ثبوت دے۔د جمعې په ورځ په خپل ټوېټ كښې ده ووئيل مالي كال 21-2020 په مهال 4732 اربه روپۍ ټېكس وصولېدل د ټاكلي هدف 4691 اربه روپو څخه 18 فيصده زيات دے۔په دې لړ كښې د اېف بي آر هڅې د ستائنې وړ دي۔وزيراعظم ووئيل دا كاركردګي زمونږ د حكومت د پالېسو په نتيجه كښې د راپېدا كېدونكي پائيداره اقتصادي بحالۍ ثبوت دے
مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil