پینډي 25 نومبر (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه وئېلي دي د قام ډېرو قربانو په نتيجه كښې د ترلاسه شوي امن به په هر ډول تحفظ كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په جنرل هېډكوارټرز كښې د بلوچستان 8م نېشنل وركشاپ ګډون كوونكو سره په ملاقات كښې كړې۔دا ملاقات د يكم نه تر 27 نومبر په كوئټه كښې د كېدونكي وركشاپ برخه ؤ چې پكښې د ټولنې د بېلو څانګو/طبقو سره تعلق لرونكو كسانو ګډون كولو ۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې سرلښكر ترهه ګرۍ ته ماتې وركولو كښې د قام ګڼ شمېر قربانۍ يادولو سره د دې خبرې پخلے كړے چې د دې په نتيجه كښې د ترلاسه شوي امن په هر قيمت تحفظ كولې شي۔ده ووئيل د بلوچستان اولس د امنيتي ځواكونو د پرعزم ملاتړ په نتيجه كښې صوبه كښې د استحكام٬ سماجي او اقتصادي پرمختګ په پروژو پېشرفت شوے ۔د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه وئېلي دي د پاكستان امن او استحكام لپاره د دښمن قواؤ ناوړه٩ عزائم به د همغږۍ او جامع حكمت عملۍ د لارې ناكامه كولې كولې شي۔ده په دې خبره زور راوړو چې پاكستان ته رامخې ته شوې كورني او بهرني چېلنجونه د يو جامع قومي ردعمل تقاضا لري٬پاكسان د خپل لوېديز زون د موثره انتظام په سبب د افغانستان دننه بحراني صورحال ترمخه په محفوظ پاتې كېدو كښې كامياب پاتې شوے ٬ده ووئيل مونږ به دغسې د خپلې پولې او كورني سلامتيا باوري كوو كومه چې د قامي پرمختګ لپاره ضرورې ده ۔
د قام قربانو په نتيجه كښې د ترلاسه شوي امن به په هر ډول تحفظ كولې شي۔قمر جاوېد باجوه
مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز