اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزیر مملکت فرخ حبیب وئيلي دي چې نن ټول وګړي د مفکر اسلام او عظیم فلسفي شاعر ډاكټر علامه محمد اقبال ته بشپړه پيرزوئنې وړاندې كوي، بايد په نن ورح مونږ د اقبال تعلیمات یاد ساتلو سره سره دا سوچ هم وكړو چې هغه د کامیابۍ كومې لارې مونږ ته ښودلې وي په هغې مونږ څومره عمل كړې۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د ختيز شاعر ډاكټر علامه محمد اقبال د زيږدنې ورځ په موقع خپل پیغام كښې كړې۔ وزیر مملکت ووئيل په نن ورځ مونږ لوظ وكړو چې د علامه اقبال خواب په حقیقت كښې بدلولو لپاره مونږ وړاندې څخه زياته خواري وكړو۔ ده ووئيل د علامه اقبال پیغام او په فلسفه پوهيدلو له چې نن څومره ضرورت دې دې څخه وړاندې چرې نه ؤ ۔ وزیرمملکت ووئيل ډاكټر علامه اقبالؒ د برصغیر مسلمانانو لپاره د جلا هېواد هېواد تصور وړاندې كول به عمر له ياد ساتلې شي۔ فرخ حبیب ووئيل د علامه اقبال فرمودات څخه مونږ ته د اسلام حقیقی پیغام پيژندلو كښې مرسته ترلاسه كېږي۔ده ووئيل آزادي يو لوئ نعمت دې،آزادۍ لپاره وركړې شوې قربانۍ چرې هيريدلې نشي۔
نن ټول وګړي علامه محمد اقبال ته پيرزوئنې وړاندې كوي، د اطلاعاتو او خپرونو وزیر مملکت فرخ حبیب
مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل