اسلام آباد۔7مئی(اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف حكومت د جمهوریت استحکام، د انتخابی بے ضابطګو مخنيوي ، د ټاكنو نه ورستو د ټګۍ تورونو ختمولو او قامي پرمختګ لپاره هېواد كښې د انتخابي اصلاحاتو كولو عزم لري۔ دې مقصد لپاره حكومت د تېر كال 2020 اكتوبر مياشتې په 20 مه نېټه قومي اسمبلۍ كښې الېکشن ترمیمی بل 2020ء وړاندے كړو۔ كوم كښې چې د انتخابی اېکټ 2017ء بېلو شقونو كښې د بدلون ٬ اضافې يا د هغې د ختمولو وړاندېزونه وركړې شوې وو۔ دغه بل د 6 مياشتو نه قامي اسمبلۍ كښې ځنډ سره مخ دے او مخالفه ډله د انتخابي اصلاحات په معامله حكومت سره ناستې له چمتو نه دے۔ وزيراعظم اپوزيشن ته حكومت سره د انتخابي اصلاحات په معامله د خبرو كولو پېشكش هم كړے دے۔ هغه د قامي اسمبلۍ سپيكر ته په دې اړه د پارليماني كمېټۍ جوړولو له يو خط هم ليكلے و۔ د نورو بدلونونو سره سره د مجوزہ الېکشن ترمیمی بل 2020ء له مخې سېکشن 94 او ذېلی شق (1) كښې د ترميم وړاندېز وركړے شوے دے۔ د دې له مخې به بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستاني وګړو ته د خپل حق كارولو احتيار ترلاسه وي۔ او دې لپاره به راز داري ٬ سېكورټي او مالياتي انتظام باوري كولې شي۔ حکومت د الېکشن اېکټ 2017ء شق 103 كښې د بدلون اراده لري دغسې چې د الېکټرانک ووټنګ مشینونو كارول باوري كړې شي۔ الېكشن اېكټ 2017 ء تېرې قامي اسمبلۍ په 22 اګست 2017 ء منظور كړے و۔ الېکشن اېکټ 2017ء كښې يو شق 103شامل كړے شوے وو كوم كښې چې د الېکټرانک ووټنګ كارولو او بائیو مېټرک تصدیق وئيلې شوې وو۔د پاكستان تحريك انصاف حكومت اوس په پراخا كچه د الېكټرانك ووټنګ مشينونو په كارولو او بائيو مېټرك تصديق زور راوړي او دې سره موجوده اپوزيشن هم په خپل دور كښې ضمني ټاكنو كښې د دې كارولو سره اتفاق كړے وو۔ د الېکټرانک ووټنګ مشينونو كارولو سره د ټاكنو عمل سپېځلې جوړېدے شي۔ وزیراعظم عمران خان هدايت كړے چې په مخصوص حالاتو كښې دې د ټاكنو قوانين لا ښه كړې شي۔ په الېکشن اېکټ 2017ء كښې به 49 بدلونونه كولې شي۔ په ابتدائی توګه وفاقي كابينې د هېواد په انتخابي عمل كښې اصلاحات له د دوه آرډیننسونو منظوري وركړې ده۔ يو آرډيننس د الېكټرانك ووټنګ په اړه دے او د بل مقصد بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستاني وګړو ته د ووټ حق كارولو آسانۍ وركول دي۔ د الېكشن كمېشن پخواني سېكرټري کنور محمد دلشاد وئيلي دي چې د الېکټرانک ووټنګ مشینونو معارفي كولو په منصوبه الېكشن كمېشن كښې د تېرو 15 كلونو نه غور روان دے ولې د پخواني حكومتونو نه راضي كېدو له امله په دې عمل درآمد نه دے شوے۔ هغه ووئيل الېکټرانک ووټنګ مشینونه كارول د ټګۍ او د انتخابي بې ضابطۍ مخيوي غوره حل دے۔ د الېکټرانک ووټنګ مشین سره به نه يوازې دا چې بهر هېوادونو كښې مېشته د لكھونو په شمېر مېشته پاكستاني وګړي د ووټ حق وكارولې شي بلكې نوې ټېكنالوجۍ سره به د ټاكنو عمل سپېځلې هم جوړ كړے شي۔
د پاكستان تحريك انصاف حكومت د جمهوريت استحكام ٬ د انتخابي بې ضابطګو مخنيوي او د انتخابي اصلاحات كولو عزم لري
مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena