اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د شجر کاري كمپائن په لړ كښې په نتھياګلي كښې د پائن بوټې نال كړو٬ وزيراعظم عمران خان د خالي په ورځ نتھياګلي كښې د پائن بوټي نالولو عكسونه هم ټويټ كړي۔ په دې موقع ده ووئيل د پائن بوټې نالول زمونږ د پشكال د شجركارۍ د كمپائن برخه ده٬ وزيراعظم ووئيل غواړم چې ټول قام هېواد شين جوړولو كښې برخه واخلي۔ وزيراعظم عمران خان د دې نه وړاندې هم په بېلو موقعو كښې خپل ټويټس كښې وګړي او په خاص توګه ځوانان د شجركارۍ په كمپائن كښې برخه اخستو لپاره فعال كول٬ په دې ټويټس كښې ده د حكومت د بېليون ټري سونامي منصوبې٬ كلين اېنډ ګرين پاكستان اقدام او په هېواد كښې د پشكال د شجركاۍ حواله وركړې۔ په يو ټويټ كښې ده ووئيل غواړم چې پاكستانيان په خاص توګه ځوانان د بوټو نالولو زمونږ د تاريخ لوي كمپائن لپاره ځان چمتو كړي٬ وزيراعظم د مټه سوات او بھکر عكسونه او وېډيو هم ټويټ كړي چې پكښې د بېليون ټري سونامي شجركارۍ كمپائن او كلين ګرين پاكستان كمپائن له مخې زمكه شنه كولو كښې بدله كړې شوې۔ ده د جولائي په 20مه نيټه خپل ټويټ كښې وئيلي دي چې ګرين پاكستان راتلونكي نسل لپاره دے۔
وزيراعظم عمران خان د شجر کاري كمپائن په لړ كښې په نتھياګلي كښې د پائن بوټې نال كړو٬ عكسونه ئې هم ټويټ كړي
مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado