اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي ځوانان زمونږ اثاثه ده، د كامياب جوان پروګرام د لارې ځوانان په خپلو پښو اودروو ، زمونږ حكومت كاروبار دوست دے ، ښه چاپيرچل او ريليف وركولو سره كاروباري هلو ځلو ته وده ترلاسه شوې او ګټه هم زياتاه شوې۔ د زيارت په ورځ د اسلام آباد ځائې هوټل كښې د ايوارډ وركولو دستورې ته وينا كښې وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل كاروباري شعبه كښې هم د ټولو ځان سره بوتلل ښه روايت دے ، وزيراعظم عمران خان سماجي تحفظ او د صحت څانګې لپاره مثالي اقدامات كړي، ده ووئېل اوس يو بل كنيكټنګ فورم ته اړتيا ده ، مونږ هڅې كوو چې وګړو له يو ډول د پرمختګ موقعې وركړو۔ده ووئيل عمران خان حكومتي ويژن د سماجي خدمت سره تړلے دے ،260 اربه روپۍ د احساس پروګرام د لارې د 34 سماجي تحفظ پروګرامونو لپاره وركړې شوي ، په وړومبي ځل 45 زره روپو څخه د لږ آمدن لرونكو له د احساس پروګرام ترمخه 92 زره زدكونكو له سكالرشپ وركړې شوي ۔ ده ووئيل صحت انصاف كارډ زمونږ فليك شپ پروګرام دے ، تر 10 لكهه روپو ويړيا درملنه په دې كارډ سره ممكن ده ۔
ځوانان زمونږ اثاثه ده، د كامياب جوان پروګرام د لارې ځوانان په خپلو پښو اودروو۔ وزير مملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ