اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) د كرونا وائرس په تناظر كښې اسلام آباد كښې په رېكارد 35 ورځو كښې د 250 كټونو سټېټ آف دي آرټ روغتون جوړ كړے شوے كوم چې فرنټيئر ورکس آرګنائزېشن (اېف ډبليو او) ٬ نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) او نېشنل انسټيټيوټ آف هېلتھ (اېن آئي اېچ) په ګډه جوړ كړے ٬ په دې روغتون كښې به نه يوازې د كرونا ځپليو رنځوانو درملنه د ښو طبي آلاتو او داروګانو سره كولې شي بلکې د نورو رنځوانو لپاره هم سهولتونه موجود دي۔ په آئي اېچ آئي ټي سي روغتون كښې پنځه وراډز او يو كوټه ده چې پكښې يو آئي سي يو او دوه جنرل وارډز ، اېمرجنسي ډيپارټمنټ، ريډيالوجي، پيتھالوجي ليبارټرۍ نه علاوه يوه مرده خانه او آتش خانه هم ده۔ په دې كښې اېچ وي اے سي (حرارت، وينټيليشن او ايئر کنډيشنګ) او د سېوريج نظام، سي سي ټي وي، انټر کام ،اېچ آئي ايم اېس (صحت انفارميشن مينجمنټ سسټم) او لمز( ليبارټري انفارميشن مينجمنټ سسټم) د اور ٬ لوګي درك لګولو نظام، آر او پلانټ او د کچن نه علاوه د ډاكټرو استوګنې لپاره ځاے او جومات هم شته
په اسلام آباد كښې په رېكارد 35 ورځو كښې د 250 ګتونو سټېټ آف دي آرټ روغتون جوړ كړے شو
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن