اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د زيارت په ورځ د جولائي په څوارلسمه نيټه د پشكال بارانونو په موقع وفاقي او صوبائي څانګو ته د الرټ پاتې كېدو امر كړے دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د سندھ، بلوچستان او سوئيلي پنجاب پشمول د ګرد هېواد د اولس تحفظ د اقداماتو د سختې نګرانۍ كولو امر كړے دے۔ وزيراعظم د وفاق لخوا صوبائي واكدارانو او ادارو سره په بشپړه معاونت اېن ډي اېم اے ته شاباشې وركولو سره ووئيل اتحاد، مرسته، اشتراك عمل او د اولس خدمت بې لوث جذبه هم زمونږ قوت او كاميابي ده۔ وزيراعظم صوبائي واكمنو او ادارو ته هم د اولس د ځان او مال تحفظ لپاره په خدماتو پېرزوئنې وړاندې كړې۔ چارواكو او عملے لپاره خپل پېغام كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د اولس په خدمت كښې دې هېڅ بې غوري نه ونه ساتلې شي، ستاسو جذبه او خدمات د ستائنې وړ دي، د لوي څښتن د مخلوق د خدمت جذبه په اصليت كښې تر ټولو عظيم جذبه ده٬ د اختر په رخصتو كښې د اولس خدمت لپاره تاسو د شاندار جذبې څرګندونه كړې ده ٬ د پوليس پشمول ميونسپل او او د ښار د انتظامات ذمه وار ټولو ادارو ستائنه كوم۔
د اولس په خدمت كښې دې هېڅ بې غوري ونه ساتلې شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف وفاقي او صوبائي څانګو ته د الرټ پاتې كېدو امر
مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ