اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) پاكستان نړيوالي ورورولۍ او په خاص توګه ملګرو ملتونو او اړوندو نړيوالو د بشري حقونو تنظيمونو څخه غوښتنه كړې چې د اقليتونو او په خاص توګه د مسلمانانو په ضد د بشري حقونو سنګينو او منظمو خلاف ورزو په اړه د هند احتساب وكړي۔ د خارجه دفتر وياند د شورو په ورځ د 2020 ډيلي فسادات دويمې برسۍ او په 1991 كښې د مقبوضه جمو او كشمير كنان او پوش پوره كليو كښې د كشميرۍ ميرمنو اجتماعي عصمت درۍ 31مې برسۍ په موقع جاري يو بيان كښې په نړيواله ورورولۍ زور راوړے چې هند مقبوضه جمو او كشمير كښې په خپله مشرۍ كښې د روانې ترهه ګرۍ څخه منع كړي او مقبوضه وادي كښې غير انساني پوځي محاصره ختمه او د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې كشميريانو له د خپلواكۍ حق وركولو ته مجبور كړي ۔ وياند ووئيل په كال 2020 كښې د ډيلي قتل عام، مسلم كميونټي سره د فرق او غير انساني سلوك كولو د هند د منظم كمپائن څرګندونه ده۔ وياند ووئيل د امتيازي شهري ترميمي ايكټ په ضد د مظاهرو په مهال د بي جے پي سينئر لارښودو د اړخه’د خلقو وېشتل او مكروه مطالبات د مسلمانانو په ضد په هند كښې په رياستي كچه د منظور شوې هسټيريا او كركې ښكاره ثبوت دے۔خارجه دفتر وئيلي دي د 1991 اجتماعي عصمت درۍ ناوړه ياد هم دومره خوفناكه دے كله چې د هند عسكرو مقبوضه جمو او كشمير كښې په كنان او پوش پوره كليو كښې د 40 څخه زياتو كشميري ميرمنو عصمت دري كړې
ملګري ملتونه دې د اقليتونو او په خاص توګه د مسلمانانو په ضد د بشري حقونو سنګينو او منظمو خلاف ورزو په اړه د هند احتساب وكړي۔ پاكستان
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی