لاهور12اګست (اے پي پي)صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د صدر په توګه زه وائيم چې د هېواد ټولې ادارې د احترام وړ دي٬ مونږ چا سره هم په جنګ كولو باور نه لرو۔ د جمعې په ورځ ګورنر هاٶس لاهور كښې نوميالو ميډيا پرسنز سره په خبرو كښې ده ووئيل ټولو مهمو شراكتدارو له د يو بل خبره اورېدو لپاره په يو مېز مشاورتي عمل پېل كولو ته اړتيا ده۔۔ ده ووئيل د دې خبرو مقصد د موجوده سياسي او معاشي صورتحال پحقله مستند ان پټ ترلاسه كول د هېواد د سياسي درجه حرارت كمولو لپاره په ممكنه طريقو او ذريعو د خيالاتو څرګندونه كول دي۔ده ووئيل ټولو مهمو شراكتدارو له د يو بل خبره اورېدو لپاره په يو مېز مشاورتي عمل پېل كولو ته اړتيا ده خو د صدر آئيني كردار ما له په باضابطه توګه ټولو شراكتدارو ته د رسېدو اجاز نه راكوي۔ ده ووئيل دا د اېګزېكټو٬ د ايوان دننه د اپوزيشن او د اړوندو ادارو ذمه واري ده چې ھغوي د پولرائزيشن خاتمې لپاره كار وكړي۔ د يو خبريال خيالاتو سره په اتفاق كولو كښېصدر ووئيل سياسي ګوندنو او شراكتدارو له په خاص توګه آزادانه او سپېځلې ټاكنې كولو لپاره او د معيشت چارټر جوړولو لپاره په ګډه يو متفقه لاره لټولو ته اړتيا ده دغسې چې موجوده سياسي پولرائزيشن او معاشي صورتحال كښې بهتري پېدا كولو له مرسته تر لاسه شي۔
د هېواد ټولې ادارې د احترام وړ دي٬ ټولو مهمو شراكتدارو له د يو بل خبره اورېدو لپاره په يو مېز مشاورتي عمل پېل كولو ته اړتيا ده۔ د صدرډاکټر عارف علوي ميډيا پرسنزسره خبرې
مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری