اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د امريكائي سېنېټرانو پلاوي ملاقات كړے دے. په څلور كسيزه پلاوي كښې امريكائي سېنېټرز انګس كنګ، رچرډبر، جان كارنائن او بېنجمن سيسي شامل وو. د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د امريكې دا څلور واړو سېنېټران د سېنېټ د انټېليجنس كمېټې غړي دي او سېنېټر انګس كنګ د سېنېټ د آرمډ سروسز غړے هم دے. د امريكائي سېنېټرانو هركلې كولو سره وزيراعظم عمران خان ووئيل چې پاكستان امريكې سره د اوږدې مودې اړيكي لري، د اقتصادي څانګې پشمول په ټولو څانګو كښې د پاكستان او امريكې په شريكو اړيكو كښې د اضافې پوخ عزم لري. ده هيله څرګنده كړه چې د امريكائي پلاوي دورې سره به د شريك اعتماد په استحكام كښې مرسته وشي او په اولسي روابطو كښې به بهتري راشي. وزيراعظم د دې عزم پخلې هم وكړو چې د دواړو هېوادونو ژور او قوي شركت په شريكه، د منطقې د امن، سلامتيا او استحكام په ګټه دے. د افغانستان د اوسني صورتحال په تناظر كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د پاكستان او امريكې ته د امن، سلامتيا او معاشي پرمختګ شريك مقاصد ترلاسه كولو لپاره په شريكو روابطو كښې اضافه ضروري ده. ده د افغان اولس په سمدستي توګه د مرستې په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل چې په دې لړ كښې د هر ډول ممكنه اقداماتو ضرورت دے چې دغسې د انساني او معاشي بحران مخه ونيول شي. وزيراعظم عمران خان د نزدې اشتراك كار اهميت په ډاګه كولو سره ووئيل چې په منطقه ك ښې د ترهګرې پشمول د امنيت اندېښنو په اړه نزدې مرسته ضروري ده. په مقبوضه جمو و كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه ده ووئيل چې د آر اېس اېس د انتهاخوښې او د بشري حقونو په ضد سوچ د بي جے پي اقداماتو له امله د منطقې امن او استحكام ته سنګينې اندېښنې ورپېښې دي. ده ووئيل چې امريكا دې په منقطه كښې امن او استحكام لپاره خپل كردار په لازمي توګه ادا كړي. وزيراعظم ووئيل چې كه هند سازګار ماحول باوري كړي نو پاكستان په منطقه كښې امن ، استحكام او خوشحالې لپاره خپل كردار ترسره كولو ته تيار دے. په نړيواله كچه د امن او سلامتيا ودې لپاره د پاكستان او امريكې د لسيزو د شريكو هڅو حواله وركولو سره سېنېټرانو د اګست د 15مې نېټې نه پس د افغانستان څخه د امريكائي او نورو غېر ملكي وګړو د محفوظ انخلا په اړه د پاكستان اوسنې كردار وستائيلو. دوي د پاكستان او امريكې ترمېنځه په شريكو اړيكو كښې د استحكام او پراختيا په اړه د خپل عزم پخلې هم وكړو. د پاكستان آبادې او د جيو ستراتېژيكي جغرافيه په تناظر كښې امريكائي سېنېټرانو ووئيل چې بايد امريكا او پاكستان د تجارت، سرمايه كارې او معاشي مرستې ودې لپاره هڅې پراخا كړي.
پاكستان امريكې سره د اقتصادي څانګې پشمول په ټولو څانګو كښې د پاكستان او امريكې په شريكو اړيكو كښې د اضافې پوخ عزم لري. د وزيراعظم عمران خان د امريكائي سېنېټرانو پلاوي سره په ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر