لاهور 13جون (اے پي پي)د وزيراعظم د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئېلي دي چې سمندر پورې پاكستانيانو ته د ووټ حق وركول او د اليكټرانك ووټنګ مشين استعمال د وخت مهم ضرورت دے٬معاشي تحريك سره حكومت ته پيسه راځي او د دې پيسې په ديانت استعمال سره هېواد پرمختګ كوي٬حكومت غوره بجټ وړاندې كړې او دې سره د اپوزېشن خلې بندې شوي دي۔ده دا خبرې د اتوار په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ده ووئيل چې كروندګر په قامي معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري٬وزيراعظم كروندګرو لپاره تاريخي خذمات ترسره كولو سره د رېليف پیكجونه وركړې دي او په پرمختګ كښې يې رېكارډ اضافه كړې۔په دې وخت كښې په نړيواله كچه د پاكستان د معيشت ستائنه كولې شي۔ده ووئيل چې وزيراعظم د غريب اولس د تكليف احساس لري او د دوي خېرښېګړی لپاره اقدامات كوي۔
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا