شهباز شريف دې د 25 اربه روپو د لوټ كولو ځواب وكړي٬ احتساب بېورو 427 اربه روپۍ ريكور كړې٬ د افغانستان د صورتحال د نزدې نه جاج اخلو، په آزاد کشمير كښې د تحريك انصاف پوزيشن مستحكم دے، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن خبري كنفرنس ته وېنا


APP68-120721 ISLAMABAD: July 12 - Federal Minister for Information & Broadcasting Chaudhry Fawad Hussain along-with Minister for Energy Hammad Azhar and Advisor to PM on Interior & Accountability Shahzad Akbar addressing a press conference. APP

اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې بايد شهباز شريف د 25 اربه روپو د لوټ كولو ځواب وكړي٬ خبري كنفرنس څخه مو توقع كوله چې ھعه به د خپل كرپشن پحقله سپيناوې وكړي٬ په مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ كښې دا يو څيز يو شان دے٬ كومه پېسه چې پنجاب او سندھ ته وركړې شوې ھغه د لندن څخه برآمد شوې، په تېرو دريو كالو كښې قامي احتساب بېورو 427 اربه روپۍ ريكور كړې دي٬ د افغانستان د صورتحال د نزدې نه جاج اخلو، په افغانستان كښې تل پاتې كېدونكي امن لپاره نړيوالې ورورولۍ د پاكستان د هلو ځلو ستائنه كړې ده، وزيراعظم عمران خان واضحه كړې ده چې پاکستان به امريکې سره يوازې د امن شراكتدار وي٬ د نون ليګ لخوا د آزاد کشمير په الېکشن كښې د وخت نه وړاندې د ټګۍ شوشه په پرېښودو نه پوهېږو٬ په آزاد کشمير كښې د پي ټي آئي پوزيشن مستحکم دے، د پيپلز پارټۍ يوازې اته كانديدان په آزاد کشمير اليکشن كښې برخه اخلي٬ مريم صفدر د كشمير پحقله په څه نه پوهېږي، چيف جسټس سپريم کورټ څخه د هائي پروفائل مقدمو د اوپن ټرائل اپيل دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د توان وفاقي وزير حماد اظهر او احتساب لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال شهزاد اکبر سره خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ هڅه ده چې په افغانستان كښې امن وي٬ د افغانستان د صورتحال د نزدې نه جاج اخلو۔ ده ووئيل امريکا، روسيه او د چين پشمول نړوال قوتونه د افغانستان په اړه د پاکستان د کردار ستائنه كوي٬ وزيراعظم عمران خان چې څنګه پاليسي بيان وركړې چې مونږ به په امن كښې شراكتدار يو خو په شخړه كښې به پارټنر نه يو، هم دا اصول عمران خان جوړ كړي وو۔ ده ووئيل د قامي سلامتيا پحقله د پارلماني كمېټۍ په غونډه كښې ټولو سياسي ګوندونو د دې موقف ملاتړ كړې٬ د افغانستان پحقله زمونږ پاليسي واضح ده او هم مونږ په ھغه لور روان يو۔ وفاقي وزير ووئيل په كشمير كښې د تحريك انصاف پوزيشن مستحكم دے، پي ټي آئي ھغه يوازځنې ګوند دے كوم چې په کشمير اليکشن كښې په هره چوكۍ كانديدان رامخې ته كولې شي، د دې نه علاوه د بل يو سياسي ګوند هتله په ټولو چوكو خپل كانديدان نشي رامېنځ ته كولې، بلاول بھټو ته چې معلومه شوه چې د کشمير په اليکشن كښې ئې كانديدان پوره نه دي نو د هلته نه راوتښتېدو٬ پيپلز پارټۍ يوازې په اته حلقو كانديدان رامخې ته كړي۔ ده ووئيل د کشمير په اليکشن كمپائن كښې بلاول بهټو ناكامۍ سره مخ دے، او كمپائن ئې نيمګړې پرېېښودو سره فرار شوې٬ وفاقي وزير ووئيل مريم نواز هېڅ پاليسي نه لري٬ ھغه د كشمير د تاريخ نه خبره نه ده۔ ده ووئيل پاكستانيانو كشميريانو لپاره بلها قربانۍ وركړې دي٬ مريم نواز چې په کشمير كښې كوم پرچار كوي د ھغې نه سر شته او نه پښې۔ ده ووئيل مسلم ليګ (ن) د اوس نه په الېكشن كښې د ټګۍ شور پېل كړې دې ځكه چې ھغوي ته معلومه ده چې په كشمير كښې ئې سياسي پوزيشن د نشت برابر دے۔ ده ووئيل ډېر زر به مريم نواز هم د الېكشن كمپائن څخه د فرار لاره خپله كړي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير ووئيل د شهباز شريف په خبري كفنرنس كښې د ګاز او برېښنا په اړه اوږد تقرير كړې٬ مونږ دا توقع لرله چې ھعه به په دې مقدمه هم رڼا واچوي د كومې چې اېف آئي اے او نېب تحقيقات كوي دغسې چې مونږ ته هم معلومه شي چې د 25 اربه روپو دا رقم او د دې نه پس نور كېسونه جوړ شوې دي٬ په دې كښې د ھغه ځواب څه دے۔ ده ووئيل كله چې شهباز شريف نه وپوښتې شي چې د ھغه د اكاٶنټ نه دومره پېسې څنګه راوتې نو د ھغه ځواب دا وي چې ما په پنجاب كښې مېټرو جوړه كړې ٬ كله چې د ھغه نه پوښتنه وشي چې ستا زوي د پاكستان څخه اربونه روپۍ بهر منتقل كړې دي نو ھغه ځواب د اوبو پروژو كار كول وي۔ ده ووئيل پي پي پي او ن ليګ كښې يو څيز كامن دے كومه پېسه چې پنجاب او سندھ ته وركړې شوې ده ھغه د لندن څخه برآمد شوې۔ ده ووئيل كومې زمكې چې زمونږ په وړاندې راغلې دي د ھغې انكشاف پانامه كړې، مونږ ته خو دا معلومه نه ده چې د ھغوي نور څومره جائيدادونه دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل نېب 427 اربه روپۍ ريكور كړې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د چيف جسټس سپريم کورټ څخه د هائي پروفائل مقدمو د اوپن ټرائل اپيل شوے دے، دې سره به د عدل په نظام د اولس باور بحال شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل په جوډيشل ريفارمز كار روان دے، په کريمنل جوډيشل ريفارمز او په لوي ريفارمز آئين كښې بدلون ته اړتيا ده، مونږ غواړو چې اپوزيشن په الېكټورل ريفارمز او جوډيشنل ريفارمز مونږ سره كېښني۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د افغانستان څخه د پاکستان په پوله 90 فيصده سيمه كښې ازغن تار لګېدلې دې٬ اوس په دې تګ راتګ زمونږ په كنټرول كښې دے، مونږ د کسټم او بارډر کنټرول نظام راوړو۔ ده ووئيل په بل پړاٶ كښې به افغان كډوال په كوټلې توګه كېمپنګ كوٶ۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل مونږ په افغانستان كښې امن لپاره لاس په دعا يو

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس