تاشقند 24 جون (اے پی پی)اولس مشر ممنون ??سېن وئېلي دي چې د شنګهائي مرستې تنظيم به په اروپا او آسيا كښې په جغرافيائي سياست كښې د مثبت بدلون لويه ذريعه ثابت شي٬پاكستان به د بشپړ غړي په حېث تنظيم سره خپل روابط لا قوي كړي٬پاكستان به سيمه ايز٬ امن٬استحكام او پرمختګ سره سره د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په ضد هم خپل كردار په بشپړه توګه ادا كوي۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ د شنګهائي مرستې تنظيم د مشرانو غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔اولس مشر ممنون ??سېن ووئيل چې پاكستان به د تنظيم د غړي په حېث د شنګهائي عزم له مخې غړو هېوادونو سره خپلې اړيكې لا پراخا كوي۔ده ووئيل چې پاكستان د شنګهائي مرستې تنظيم غړو هېوادونو سره ډېرې ژورې تاريخي ٬كلتوري٬اقتصادي او ستراتېژېكي اړيكې لري او د دې نه څرګندېږي چې زمونږ ګټې او دلچسپۍ يو ډول دي۔مونږ ګڼو چې د اقتصادي پرمختګ په لړ كښې زمونږ د اولس خوب تر هغه وخت تعبير نه شي موندلې۔ ترڅو چې سيمه ايز امن او استحكام ته د ورپیښو خطرو خاتمې لپاره په بشپړه توګه كار نه وي شوې۔اولس مشر ووئيل چې د شنګهائي مرستې تنظيم پاكستان ته په سوئېلي آسيا افغانستان او د منطقې په ن??رو برخو كښې د امن او سلامتيا ودې لپاره ګټور پلېټ فارم وركوي كوم چې د سيمه ايز استحكام او معاشي پرمختګ بنياد ??ے۔پھ دې لړ كښې پھ افغانستان كښې امن ضروري دې۔ده ووئيل چې پاكستان د ترهه ګرۍ ناوړه چېلنج سره مخ دے مونږ د ترهه ګرۍ خاتمه او د خپلو پولو امنيت باوري كول غواړو۔ده ووئيل چې پاكستان د ترهه ګرۍ انتهاخوښۍ او د بېلتون ??وښۍ عناصرو پھ ضد په جنګ كښې لويې قربانۍ وركړی دي او چې كله هم پھ دې لړ كښې ضرورت پیښ شوې پاكستان د دې قوتونو په ضد پوخ عزم سره طاقت استعمال كړې۔پاكستان اوس هم د هر ډول ترهه ګرۍ پھ ضد جنګ لپاره پوخ عزم لري۔ده ووئيل چې د امنيتي ځواكونو لخوا د ضرب عضب عملياتو له مخې د ترهه ګرۍ پھ ضد د فرق نه غېر كاروائي روانه ده٬مونږ په دې جګړه كښې غېر معمولي كاميابۍ ترلاسه كولو سره د جنګ اړخ بد كړې۔د دې عملياتو له مخې د ترهه ګرۍ ډهانچھ په مكمل توګه تباه كړی شوې او د د ترهه ګرو صفايا شوې۔اولس مشر ووئيل چې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې په جوړولو كار روان دے كومه به چې د شنګهائي مرستې تنظيم غړو هېوادونو ته عرب سمندر او سوئېلي آسيا ته د رسنې يوه قدرتي ذريعه وركړي۔ده ووئيل چې پاكستان په بشپړ تائيد او ملاتړ كولو د ټولو غړو هېوادونو مننه كوي۔د شنګهائي مرستې تنظيم او پاكستان لپاره د نن ورځ ډېره مهمه ده ځكه چې دا تنظيم خپله 15مه سالګره لمانځي او پاكستان د دې ادارې ميورينډم آف اوبلي ګېشنز لاس ليك كړی۔د دې څخه وړاندې د ازبكستان اولس مشر٬اسلام كريموف پھ غونډه كښې د اېس سي او او د مشرانو هركلے كولو سره ووئيل چې د اېس سي او هېوادونو د شريكې مرستې د لارې به پھ منطقه كښې امن او خوشحالي راشي۔د اېس سي او عمومي سېكتر راشد علي موف هم وېنا وكړه۔پھ دې موقع د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سر??اج عزيز٬خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري او په ازبكستان كښې د پاكستان سفير رياض بخاري هم موجود وو۔
د اولس مشر ممنون حسېن د شنګهائي مرستې تنظيم د مشرانو غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر