اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د سركاري ملازمانو په تنخاګانو كښې مناسب زياتوالې شوے، په بجټ كښې به لا زياتوالې كولې شي، ګراني كمولو له به بشپړه هڅې كولې شي، بيعې كميدل به پيل شي، د سېنېټ په ټاكنو كښې بولۍ لګيدلې، د سېنېټ په ټاكنو كښې د خرڅولو اخستلو په معامله د ويډيو پلټنو له كمېټي جوړه شوې، پي ډي اېم د غلا بچ كولو موومنټ دے،هغوي ريليف غواړي خو چرې به هم ريليف ورنه كړے شي، تحريك لبيك سره د لوظنامې غوښتنې به پارلمان ته وړاندې كولې شي، سياستدانانو د اربونو روپو په سركاري زمكو قبضې كړې دي، كه د حكومتي ګوند كوم غړي په سركاري زمكه قبضه كړې وي نو په ګوته دې كړې شي، ايكشن به اخستلې شي۔ د زيارت په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د سېنېټ په ټاكنو كښې د تيرو 30 كلونو راهسې د ووټو اخستل خرڅول كيږي او روپۍ د ګوند تر مشر رسي، چا هم د دې د مخنيوي هڅه نه ده كړې۔ ده ووئيل چې ويډيو كه مونږ سره وړاندې وې كوم دوه غړي چې مونږ تير سېنېټ ټاكنو كښې د ګوند څخه وېستلي ؤ، د هغوي په ضد به مو عدالت ته وړاندې كړي وې۔ ده ووئيل مونږ ته معلومه ده چې د سېنېټ په ټاكنو كښې بولۍ كيږي، بلوچستان كښې د سېنېټ د چوكۍ بيعه 50 نه تر 70 كروړه ته رسي، سېنېټ ټاكنو كښې چې كوم اېم پي اے خپل ضمير خرڅوي او هغه سېنېټرز كوم چې روپۍ وركوي او ضمير اخلي، هغه به د پاكستان او د جمهوريت څه خدمت وكړي۔ هغوي به د هېواد څه پريكړې وكړي۔ ده ووئيل سياستدانان وائي زمونږ استحقاق مجروح كيږي، دې ډول حركات نه پس د هغه څه عزت پاتي كيږي۔ وزيراعظم ووئيل د سېنېټ په ټاكنو كښې د اخستلو او خرڅولو په معامله د ويډيو پلټنو له كمېټي جوړه شوې، دغه كمېټي به د اېف آئي اے او نورو ادارو په معاونت سره پلټني كوي او بيا به په هغې نوره كارروائي كولو له د ټاكنو كمېشن ته سفارشات وړاندې كوي چې دغه معامله نيب ته ليږل دي يا په دې نوره كاروائي كول دي۔ وزيراعظم ووئيل سپريم كورټ كښې د ويډيو وړاندې كولو معامله اټارني جنرل ګوري،هغه به د حكومت د ګامونو څخه سپريم كورټ خبر كړي۔ وزيراعظم ووئيل 2013ء كښې خېبر پښتونخوا كښې د ټاكنو نه پس د تحريك انصاف حكومت جوړ ؤ او دې نه پس 2015ء كښې د سېنېټ په ټاكنو كښې د خرڅولو اخستلو عمل پيل شوے ؤ، زمونږ اېم پي ايز ته هم د روپو وركولو وړانديز شوے ؤ، د اسمبلۍ خپل غړي مو خبر كړي ؤ كه چا خپل ووټ خرڅ كړو نو بيا به صوبائي اسمبلۍ ماتولې شي۔ 2018ء كښې د سېنېټ ټاكنو كښې 18 نه تر 20 غړي مونږ د سېنېټ په ټاكنو كښې په ووټ خرڅولو اخستلو وېستلي وو۔ مونږ د اوپن بيلټ خبره كړې، پارلمان كښې د اوږدې مودې راهسې زمونږ د قانون سازۍ معامله زير التواء ده۔ د سيكرټ بيلټ ګټه عمر له حكومت كوي، مونږ ته كه د خپلې شميرې څخه زيات يا كمې چوكۍ ترلاسه شي، دا به هم اپوزېشن اوګوري او بيا به ژاړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل د روپۍ قدر كم شوے دے او د ډالر بيعه زياته شوے، دې سره ګراني راغلې۔ په دې وجه د دې لوے زيان تنخا دار طبقې ته شوے او د دې خبرې علم لرو چې تنخا دار طبقه مشكل صورتحال سره مخ ده خو حكومت سره كمه لاره پاتې شوې، مونږ ته د وړاندې څخه يو قرض دار هېواد ترلاسه شوے كوم چې لوئې خسارې سره مخ ؤ۔ په دغه قرضو سود وركوو او زمونږ نيمې روپۍ په سود كښې ځي۔ كه مونږ تنخاګاني زياتې كړې وې نو خساره نوره زياتيده او دې لپاره به مو قرض اخستو نو بيا به سود نور هم زيات شوے ؤ چې له امله به ئې ګراني نوره هم زياتيده۔ ده ووئيل هېواد كښې د غنمو رېبلو په وخت بارانونه زيات شوي چې له امله ئې پيداوار كم شو او مونږ بيا غنم درآمد كړي۔نړيواله منډۍ كښې د غوړو بيعه كښې هم زياتوالې شوے، دالونه هم ګران شوي خو حكومت به په وګړو بوج كموي او بيعې به لا ټيټې شي۔ ده ووئيل لږ وخت ته اړتيا ده، دا مشكل صورتحال به هم تير شي، د لوے څښتن په فضل زمونږ برآمدات زياتيږي، تنخاګانو كښې مناسبه اضافه شوې، اول هغوي راضي شوې ؤ بيا ئې مطالبات زيات كړل۔ حكومتي ډلې سركاري ملازمانو سره خبرې اترې كړې دي۔ حكومت د خپل وس له مخې تنخاګانو كښې اضافه كوي، بجټ كښې به هم تنخاګاني زياتولې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د غلو ډله خپل ځان ته پي ډي اېم وائي، دا ډيموكريټك موومنټ نه دے،د غلا بچ كولو موومنټ دے۔ دوي چې څه هم وكړي مونږ پرېېښودلي دي، تر ټولو زيات وګړي د تحريك انصاف سره بهر راوځي او څلور ځل مونږ په مينار پاكستان كښې نړۍ ته ښودلي چې څومره وګړي راوتللي۔ زه خو د هغوي د كرپشن په ضد سياست كښې راغلے يم۔ د لويو لويو غلو غلا بچ كولو له وګړي بهر نه راوځي۔ وزيراعظم ووئيل د حكومت او تحريك لبيك پاكستان ترمينځه لوظنامه شوې. د دې نه پس تحريك لبيك د ډيډ لائن نيټه بدلولو سره 20 اپريل ته رسولې۔ د تحريك لبيك مطالبات به پارلمان ته وړاندې كولې شي۔ ده ووئيل زمونږ حكومت د وړاندې څخه د ناموس رسالت د تحفظ په معامله واضح موقف خپل كړے۔ لويديزو هېوادونو كښې د نبي (ص) په شان كښې ګستاخي د پلان ترمخه كيږي۔ ده ووئيل په دې اړه اسلامي لارښودو ته خطونه هم ليږلې شوي،كه 20 يا 25 مشران په ګډه دا معامله پورته كړي نو كوټلې غږ به جوړ شي۔ په دې حقله او آئي سي او ملګرو ملتونو څخه هم بيانونه راغلي، درې نه تر څلور اسلامي هېوادونو مشرانو په دې اړه د مثبت غبرګون څرګندونه كړي۔ د اسلامو فوبيا په وجه لويديزو هېوادونو كښې مېشته مسلمانان ستونزو سره مخ دي۔ وزيراعظم ووئيل ما دا معامله او آئي سي او يو اين كښې بيا بيا پورته كړې۔ په فرانس كښې چې څه شوي په هغې پاكستان او تركيې غږ پورته كړے۔ د توهين رسالت د ناپاك هڅو مخنيوي له په كردار ترسره كولو وياړ لرو۔ وزيراعظم ووئيل په هېواد كښې ماشومانو سره زياتې كيږي او دغسې د نورو جرمونو مخنيوي لپاره هم د علماء كرامو كردار مهم دے۔ دا ډول جرمونو مخنيوې يوازې د قانون د لارې نه شي كيدې، د دې په ضد ټولنه كښې غږ پورته كولو ته اړتيا ده۔ ماشومانو سره بدسلوكي (تشدد) او اجتماعي عصمت دري مخنيوي لپاره حكومت آرډيننس وړاندې كړے۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل مونږ هيله لرو چې سېنېټ كښې به اكثريت ترلاسه كړو۔ د تيرو دوه كلونو په مهال زياتو ستونزو سره مخ ؤ ځكه چې مونږ په سېنېټ كښې اكثريت نه لرلو او له امله ئې د قانون منظورۍ عمل ودريدلې ؤ۔ اپوزيشن سره د خبرو اترو په اړه وزيراعظم ووئيل د وړومبۍ ورځې څخه وايو چې په هره معامله خبره كولو له چمتو يو او نور چې څوك څه هم وكړي خو اين آر او به نه شي وركولې، د اېف اے ټي اېف د اين آر او سره څه تعلق دے، د دې هم هغوي 34 شقونه وړاندې كړې ؤ چې نيب دې ختم كړې شي
د سركاري ملازمانو په تنخاګانو كښې مناسب زياتوالې شوے، په بجټ كښې به لا زياتوالې كولې شي، د سېنېټ په ټاكنو كښې د خرڅولو اخستلو په معامله د ويډيو پلټنو له كمېټي جوړه شوې. د وزيراعظم عمران خان نجي ټي وي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais