اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) د پاكستان او چين ترمېنځه د دوه اړخيزه سفارتي اړيكو د 70مې سالګرې په موقع د صدر م ډاكټرعارف علوي او د چين صدر شي جن پنګ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه مرستي لا قوي كولو او د سي ??ېك پرمختګ ته د لا ودې وركولو اعلان كړے۔ دواړو مشرانو يو بل سره د خطونو تبادله كړې او د خپلو خپلو حكومتونو او اولس لخوا ئې يو بل ته مباركي وركړې۔ صدر ډاكټر عارف علوي د چين خپل همڅنګ ته په خط كښې وئيلي دي په دې تاريخي موقع مونږ د پاكستان او چين دوستي لوړې كچې ته رسولو او د شريك سباٶن له د پاك چين كميونټي جوړولو د عزم پخلے كوو۔ ده د چين اولس صدر روغ صحت او د چين اولس خوشحالۍ او پرمختګ لپاره د نېكو ??يلو څرګندونه كړې ۔ بلخوا د چين صدر شي جن پنګ خپلې چيټۍ كښئ وئيلي دي چين او پاكستان په هر ازمېښت كامياب پاتې كېدونكي ستراتېژك پارټنرز دي څوك چې به عمر له په بنيادي ګټه او د لوي اهميت وړ په چارو يو به سره اوږه په اوږه ولاړ وي۔ هغه ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه شريك اعتما?? او دوستي د 70 كالو راهسې قائمه او دائمه ده كومه چې د دواړو هېوادونو قېمتي تزويراتي اثاثه جوړه شوې ۔ د چين صدر خپله چيټۍ كښې وئيلي دي په دې ورستيو كلونو كښې د چين او پاكستان د شريكو ??لو ځلو څخه د سي ??يك جوړېدو په اړه غوره تنيجې رامخې ته شوي كومې چې به د دواړو هېوادونو اولس سره سره د بشپړه منطقې د سوكالۍ مهم محركات ثابت شي۔ هغه ووئيل د كرونا وباء په مهال دواړو هېوادونو ترمېنځه قوي دوستي لا قوي شوې ۔ صدر شي جن پنګ وئيلي دي زه د پاكستان او چين اړيكو ??دې ته ډېر اهميت وركوم۔ هغه ووئيل زه تاسو سره په ګډه د دواړو هېوادونو ?? اولسونو په ګټه دوه اړخيزه ستراتېژك رابطې او زياته شوې مرسته لا قوي كولو٬ د سي ??ېك وده لا زياتولو او د شريك سباٶن وړ د پاكستان او چين كميونټي جوړولو لپاره خوښي لرم
د پاك چين سفارتي اړيكو سالګره، د صدر ډاكټرعارف علوي او د چين صدر شي جن پنګ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه مرستي لا قوي كولو او د سي پېك پرمختګ ته د ودې وركولو اعلان
مضمون کا ماخذ : números dupla sena