اسلام آباد12اګست (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي 90 لكه سمندر پورې پاكستانيان په انتخابي عمل كښې د برخې اغستو جوګه كولو لپاره آئي ووټنګ ضروري دے٬ د آئي ووټنګ په نظام كښې فول پروف سيكورټي لپاره دې جديد ټېكنالوجې وكارولې شي۔ صدر دا خبرې د زيارت په ورځ د آئي ووټنګ رامخې ته شوې ټېكنالوجۍ په اړه د ذيلي كمېټۍ 22مه غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د انفارمېشن ټېكنالوجې وفاقي وزير سيد امين الحق او نورو اړوند چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع صدرد آئي ووټنګ نظام تيارۍ كښې تراوسه په شوي پېشرفت كښې د اړوندو ادارو د هلو ځلو ستائنه وكړه۔
مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو